تاند- پاکستاني پولیس وايي، نامعلومو وسله والو ډیورنډ کرښې ته نژدې په خیبر ایجنسۍ کې ۱۷ افغان کارګر وتښتول.
د پاکستان د سرحدي پولیسو یوه چارواکي د جمعې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل، دغو ۱۷ افغان کارګرو ډیورند کرښې ته نژدې کار کاوه چې یو شمېر وسله والو ونیول او نامعلوم لور ته یې بېولل.
دغه پولیس چارواکي د تښتونکو وسله والو د هویت په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې څېړنې یې پیل کړي څو معلومه کړي دا کسان چا تښتولي دي.
د پاکستان ډان نیوز وايي چې ۱۷ افغان کارګر د لنډیکوتل یا لوړاګې له عادل ښاد سیمې څخه تښتول شوي دي. دا سیمه د افغانستان ننګرهار ولایت ته څېرمه ده.
دا سیمه د پاکستان د سرحدي پولیسو تر کنترول لاندې ده.
ځینو نورو پاکستاني رسنیو ویلي چې له ۱۷ تښتول شویو افغان کارګرو څخه یو تن په تېښته بریالی شوی دی.
پاکستان د نړۍ یو ناامن هیواد دی او برمته ګري، وسله والې غلاوې، او ګڼ نور جرمونه پکې عام دي.