تاند- د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د هرچا کوم خپل په ترهګرو فعالیتونو کې ککړ وي باید حکومت ته خبر ورکړي او که یې دا کار ونه کړ، حکومت د دوی پر خلاف اقدام کوي.
پخوا په افغانستان کې هم حکومتونو د تېښتې په صورت کې د غلو او جنایتکارو نژدې کسان نیول تر څو مجرم محاکمې ته حاضر شي خو په اوسني قانون کې جرم فردي عمل ګڼل شوی او ځکه داسي موارد لیدل کېږي چې یو ورور په دولت کې چوکۍ لري خو بل د دولت پر ضد وسله په لاس کې اخیستې ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت په یوه خبرتیا کې، چې په ورځپاڼو کې یې هم خپره کړې ده، ویلي، که د کومې کورنۍ یو غړی په تروریستي هلوځلو کې لاس ولري د هغې کورنۍ د نورو غړیو پرضد د ترهګرۍ ضد قوانینو پر اساس اقدام کېږي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې که څوک اندېښنه یا شک لري چې د کورنۍ کوم غړی یې په انفرادي ډول یا د کومې ډلې د غړي په توګه په ترهګرۍ کې لاس لري او یا د دې مقصد لپاره له کوره ورک دی، نو د پولیسو تر ټولو نژدې ماموریت/تاڼې ته دې خبر ورکړی او د بې درکه کس عکس دې هم وروسپاري.
په همدې حال کې د بشري حقونو ټولنو د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د بشري حقونو ضد بللې ده.
د بشري حقونو یوه فعال اې رحمن پر دې اعلان د نیوکې ترڅنګ وویل چې دا د ملي امنیت په نوم د بشري حقونو سرغړونه ده.
په قبایلي سیمو کې د انګرېزانو له وخته د (FCR) په نوم دې ته ورته قانون نافذ دی او له ډېرو کلونو راهیسي قبایل او د بشري حقونو ملاتړي یې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي خو داسي ښکاري چې د پاکستان حکومت ورته قانون د پښتنو غیرقبایلي سیمو ته هم پراخوي.