ظالمانو سترګې مو ووځه، په اور سوي سکاره شئ چې هر وار خپل تازه خونړي ګوزارونه پر دغه بې خولې او بې ژبې ولس باندې تجربه کوئ.

زه خو یوې عجیبې حیرانۍ پر سر اخیستی یم، وژنو ته دومره اندېښمن نه یم، لکه د وژنو غندلو ته.  زموږ خلک هر څه په سنتي ډول په ځانونو کې جذبوي او مني یې. څو کاله وړاندې همدا د غندنې په نوم کار یې د ننګ او غیرت له امله هيڅ نه کاوه او په هیڅ ډول یې د شکایت په نوم غږ تر خولې نه پورته کاوه، خو کله یې چې سترګې پټې کړې او دا شرم یې ومانه، نو اوس یې په تکرار باندې ستړیا نه احساسوي. تر کله به دا غندنې وي او تر کله به دغو بوږنوونکو وژنو ته زموږ د ویر ټغر هوار وي؟

زموږ مشران خو شکر دی سترګې نلري، چې زموږ حالت ورباندې وویني، زموږ د ماشوم دوه ټوټې شوی سر وویني او زموږ پرهر پرهر اندامونو ته پکې اوښکې راپیدا شي او پاتې شوه د زړه خبره، خدای خبر د دوی زړونه  د څه بلاوو دي، چې له سره پکې د درد په نوم کوم څه شته نه.

په دومره بې حسابه مشرانو کې بیا هم موږ در په در خاورې پر سر یوو.

ځینې دي، د خپلې عقیدې په جنون کې ځانونه ډوب بولي، ځکه خو که زموږ پر سر یا سترګو راوختل هم، ځانونه ګرم نه ګڼي؛ له همدې امله په زرونو ځله وژل شوي یوو او لا هم زموږ قاتل ورک تر ورکې دی.

دا نور خو د هیواد ساتنې په ډاډ چې هره مستي کوي، پروا یې نشته، ځکه چې پلمه یې سپېڅلې ده. دلته مو بیا هم زر زر واره په ناحقه وینه توی شوې او لا تویېږي.

اودا نور خو پریږده! دوی هم د جنون په تیلو خپلې  ږیرې غوړوي او هم د مستۍ په تیلو خپل بریتونه. چې نه زموږ د وینې بهیدو پروا ورسره ده او نه دا درد احساسوي، چې په دغه وطن کې کوم څوک هم کله وژل کیږي او که نه خیر او خیریت دی.

دخدای پار دی، دنیاوالو تاسو ته وایم! کوم څوک خو به درکې په انساني خواخوږۍ پوهیږي! کوم څوک خو به درکې د درد په نوم بشري اړیکه وپيژني! او کوم څوک خو به درکې ګنهکار او بې ګناه وپېژني!

نو خیر دی، په دار مو کړئ، خو وژنئ مو مه! په دار کېدو کې خو به مو لږ تر لږه ګناه معلومه وي او د سزا جبران به مو له مخکې کړی وي. دا خو په خدای قسم دی لویه نامردي ده! چې له یوې خوا موږ بې خولې او بې ژبې شو، له بلې خوا مشر او سرپرست ونلرو او د دغو ټولو بې باکیو سربېره تاسو راولاړ شئ، خپلې ړندې خونړۍ تجربې پر موږ عملي کړئ.

د کوم آدم اولاده چې په نوره نړۍ کې ژوند کوي، یوه برخه یې په دغې جغرافیه کې هم شته، خو دا چې له دغه حالت نه د ژغورنې تدبیر نه ورځي او یا یې توان نلري، آیا همدا ګناه او سزا یې بس نه ده. دا چې په دې سزا باندې یو څوک نوره هم ورزیاتوي، دا زیاتی دی، ظلم دی او په بشري چاپیریال کې له وحشي عمل نه بل هیڅ نشی بلل کیدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *