لکچر او نعتیه مشاعره –
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د دانش فرهنګي مرکز په نوښت د ځوانانو، فرهنګیانو او ژورنالېستانو د سالمې او مسلکي روزنې په موخه د عامه افکارو د رهبرۍ په اړه د استاد عبدالغفور لېوال لکچر وړاندې شو.
ورپسې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد په ویاړ نعتیه مشاعره وشوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د سپېڅلو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د دانش فرهنګي مرکز د علمي بورډ غړي عبدالمعيد هاشمي پرانستونکې وينا وکړه او بیا د استاد څېړندوی عبدالغفور لېوال لکچر (د عامه افکارو رهبري) پیل شو. د استاد لېوال د لکچر مهمې برخې دا وې: د ذهني حریم او عامه ذهنیت کنټرول، دیکته، کنوېنس، میډیا او پایله یې.
د لکچر په پای کې ګډونوالو له استاد لېواله پوښتنې وکړې او قانع کوونکي ځوابونه يې واورېدل. په پای کې ښاغلي لېوال د کوربنو او ګډونوالو په غوښتنه ددغه ډول لکچرونو د لړۍ غځولو ژمنه وکړه.
په لکچر پسې له کابل نه راغلیو مېلمنو ويناوې وکړې، چې په سر کې يې د محور ورځپاڼې مسوول مدیر لیکوال او ژورنالېست اباسین بریال د دانش فرهنګي مرکز د جوړېدو په اړه د لنډو خبرو په ترڅ کې له دانش فرهنګي مرکز سره د زرو امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه هم وکړه.
دغه راز له کندهاره د دانش فرهنګي مرکز (الفت کتابتون) ته د درانه مشر ښاغلي حمد الله صحاف، د صداقت خپرندويې ټولنې د مشر قاري صاحب محمد اسماعیل، د ځوان او هڅاند څېړونکي ښاغلي مطیع الله روهیال او د نارنج خپرندويې ټولنې د مشر ځوان استاد ښاغلي سید احمد قانع لخوا د رالېږل شویو کتابونو یادونه وشوه او دوی ټولو ته د دانش فرهنګي مرکز د مشر اسد الله دانش لخوا کور ودانی وویل شو.
د یادونې وړ ده، چې پورته ښاغلیو دانش فرهنګي مرکز ته نژدې شپږ سوه ټوکه کتابونه را استولي.
دغه راز له کابله د ښاغلي ډاکتر اېمل مؤحد په لاس د الحاج نقیب الله سېلاب لخوا را استول شوي نژدې دوه سوه ټوکه کتابه هم د یاد مرکز په الفت کتابتون کې کېښودل شول او د مرسته کوونکیو مننه يې وشوه.
د پروګرام په دویمه نیمايي کې نعتیه مشاعره وشوه، چې پکې د هېواد له بېلابېلو برخو راغلیو مېلمنو ښاغلي احسان الله آرینزي، عبدالله صادق، محمدیار یار، ذبیح الله فضلي، فضل الرحمن عمرخېل، اجمل هوډمن، اباسین بریال، ډاکتر احسان الله درمل، حکمت سروش، فهیم کریم، ډاکتر توپان وزيري، محمد سلیم ودان، ګل احمد محبت، حبیب الله تقوا، استاد سید اصغر هاشمي، نظر محمد افغان، عبدالمعید هاشمي، محمد الله مقبل، شهزاده شېرین زوی، حمزه عبد الله، فهیم نوراني، عبید الله اغېز، عبید الله بیدار، نور احمد نورزي او د علم و ادب لسګونه نورو مینه والو ګډون کړی و.
دانش فرهنګي مرکز له څه مودې راهیسې مهالنۍ غونډې کوي، چې تر دې وړاندې له ښاغلي استاد مجاور احمد زیار، استاد محمد اصغر هاشمي، د هېواد تکړه ممثل ممنون مقصودي، عبدالله بختاني خدمتګار او استاد حبیب الله رفیع سره علمي غونډې د یادونې وړ دي.