تاند، سه شنبه،  میزان ۱۶مه: د کرنې وزارت په دایکندي ولایت نیلي ښار کې د لبنیاتو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده چې د ورځې زر لیټره شیدې ټولیدوي.

د دایکندي د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، دا فابریکه د نیلي ښار په لزیر سیمه کې د اکسفام موسسې لخوا جوړه او پرانیستل شوې ده، چې دمګړۍ ترې د نیلي ښار او ولسوالیو د شیدو اړتیاوې پوره کېږي.

 د دایکندي د کرنې ریاست وايي، دا فابریکه به څو ورځې وروسته په رسمي ډول پرانیستل شي چې شیدې ماسته، پنیر، شوملې، قروت، کوچ، پيروی او چکه هم تولیدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *