تاند- د طالبانو په حمله او د دې ډلې له لوري د سړک د غاړې په چاودنې کې ۱۶ افغانان ووژل.

افغان چارواکو وویل چې د ملکیانو د یوه موټر په لاره کې د ماین د چاودنې او د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې د ماشومانو او ملکیانو په شمول څوارلس تنه ووژل شول.

۷ ملکیان د کونړ له مرکز اسعداباده د دغه ولایت ناړۍ ولسوالۍ ته د سپرلیو د یوه پیک اپ موټر په لاره کې د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شول.

د ناړۍ امنیه قومندان محمد یوسف فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«تېر ماښام یو پیک اپ موټر، چې ښځې او ماشومان پکې سپاره ول، په سړک کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې والوت، ۷ تنه یې ووژل، په وژل شویو کې ۲ ماشومې نجلۍ هم شاملې دي.»

په دې پېښه کې ۳ ښځې ټپیانې شوي دي.

ده طالبان د دې برید مسوول وبلل.

په جوزجان ولایت کې ۷ پولیس هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستې برید وکړ. په دې برید کې شاوخوا ۱۰ تنه نور ژوبل شول.

د جوزجان د پولیسو ویندوی احمد فرید وویل چې دا برید شاوخوا ۲۰۰ طالبانو د قوش تېپې په سیمه کې وکړ.

له دې جلا په جلال اباد کې په دوو چاودنو کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ژوبل شول.

ملګروملتو په وروستي راپور کې ویلي چې سږ کال په افغانستان کې ۳۱۸۸ تنه وژل شوي او ۶۴۲۹ نور ژوبل شوي دي. د ملګروملتو په وینا په سلو کې تر ۷۵ زیات ملکیان د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو طالبانو د ملګرو ملتو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د دوی په بریدونو کې زیات ملکیان نه دي وژل شوي.

One thought on “په درو چاودنو او یوې حملې کې ۱۶ افغانان ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *