لیکوال: میرویس باور
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري نوی کتاب (Every Day Is Extra) چې یوازې څو میاشتې مخکې په امریکا کې چاپ شو، په هېواد کې په ډېرې چټکۍ سره دري ژبې ته وژباړل او چاپ شو. د جان کېري دري ژبې ته ژباړل شوی کتاب، چې «هر روز یک فرصت جدید است» نومېږي په هېواد کې د پاچا اکاډمۍ له لورې ژباړل شوی او په شپږ سوه او یوویشت مخونو کې په ښه کاغذ چاپ شوی دی. دا کتاب د کابل په ټولو کتابپلورنځیو کې پیدا کېږي.
په ژباړل شوي کتاب کې لومړۍ د ژباړن یعنې پاچا اکاډمۍ یوه سریزه راغلې ده او بیا کتاب پر شلو څپرکو وېشل شوی دی او پر پای خبرو او مننې کتاب ختمېږي. هر څپرکی یې نوم لري او له وړوکتوبه تر کتاب د چاپ وخته پورې د جان کېري ټولې خاطرې (ځانپېښې) پکې راغلې دي.
جان کېري په دې کتاب کې خپل ټول ژوند او کړنې راخیستي دي؛ دی د ډېپلوماټ زوی او له هغه پس د وېتنام په جګړه کې تر ټولو ځوان سرتېری، پنځه دورې د امریکا د متحده ایالاتو سناتور، د ۲۰۰۴ زېږدیز کال د ډېموکراټانو ګوند له لوري د ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ او د امریکا د بهرنیو چارو تر وزارته پورې ټولې کیسې یې په دې کتاب خوندي کړي دي. د امریکا په اړه د تېرو څو لسیزو؛ د عراق او افغانستان د جګړو په شمول ډېر څه پکې شته.
په دې کتاب کې جان کېري خپل ژوند د کوچنیوالي له خاطرو پیلوي او پیل یې هم د پلار له ناروغۍ کوي. خپل مور، پلار، ښوونځی او د کوچنیوالي ټولې کیسې یې په لومړي څپرکي کې کړې دي. ورپسې د کالج خاطرې دي. په دې پسې برخه یې د امریکا په پوځ کې د داخلېدلو او د نظامي کېدلو کیسې دي، چې دی د ویتنام جنګ ته ځي او هلته د یوه عسکر په ډول جنګېږي. همداسې قدم په قدم پورته ځي او له پوځه تر سیاسته د راتګ کیسه کوي. په سیاست کې د لوبو د جوړولو او د لوبغاړو د لوبولو کیسې یې هم په زړه پورې دي. له ویتنام وروسته امریکا ته عراق بلا شوی و او د افغانستان وار په عراق پسې و او په همدې وختونو کې جان کېري د سیاست په ډګر کې قدم واهه او دا کیسې یې په دې کتاب کې رانقل کړي دي. له ټولو جالبه یې بیا دا ده، چې د کتاب په وروستیو کې یې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدلو او د ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله د جوړجاړي خبرې کړي دي. جان کېري دا خبرې د کتاب په شپاړسم څپرکي (په خطرناکه نړۍ کې ډېپلوماسي) کې کړې دي. د ده ټولې خبرې رانقلول به لیکنه اوږده کړي؛ خو غواړم یوازې یو څو جملې چې د غني او عبدالله د شخصیتونو په اړه د جان کېري لید دی، دلته راوړم:
(… ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو په پایلو کې د دوو سیالانو په توګه پاتې شول. دوی دواړه د یو او بل په مقابل کې واقع شول. ډاکټر اشرف غني یو ملتپاله پښتون او د غرب پلوی و او په ټکنوکراټيکو شعارونو کې یې لوړ استعداد درلود. په امریکا کې په نړیوال بانک کې د غني فعالیتونو ته په کتو، ده هغه وخت هم د سیمې له سیاسیونو سره یې اړیکه لرله. ده روښانه ذهن درلود؛ خو په سیاست کې یې تجربه نه لرله. کله کله به یې غبرګون ښوده. ډېر درونګرا (دننپاله) انسان و، چې د جزپالنې مدیریت (Minimalism Moderation) ته یې ډېر لېوالتیا درلوده او د مدیریت نور ډولونه ورته بې ګټې ول. د ده سیال، عبدالله یو سوړ انسان، هوښیار، ارام او د نرمو خبرو سړی و، چې د غني په شان لیدلوری او ټکنوکراټیک تخصص یې نه درلود. تل یې وخت حساوه. د ګټور ایتلاف جوړوونکی و او پوهیده چې څه ډول د صحنې شاته کار وکړي. ښه سیاستمدار و. هغو خلکو چې په افغانستان کې کار کاوه، په دې نظر ول، چې غني او عبدالله به د کرزي په پرتله د ډېر پرمختګ درلودونکي وي په دې شرط چې خپل ځای محکم کړي (بریالي شي). دواړو غرب (امریکا) ته د شریک په سترګه کتل او د امریکا له متحده ایالاتو سره د اړیکو غوښتونکي ول. دوی دواړه ما پېژندلي ول او ښه او مشهوره رهبران ول؛ خو دواړو مخالفې لارې درلودې. عبدالله په طبیعي توګه سیاستمدار و؛ د غني فکري سیاست په هر ځای کې پر زورور ټکي متمرکز و. …) «۴۴۱-۴۴۲ مخونه»
جان کېري همدا مسله نوره هم اوږدوي او د دویم پړاو ټاکنې رااخلي. ورپسې پر ملي وحدت حکومت جوړولو باندې خبرې کوي. امنیتي تړون او د پنځه ګونو ولایتونو غوښتل یې هم په همدې ځای کې مطرح کړي دي. دی د مننې په برخه کې د کتاب د لیکلو په اړه وايي:
(… دا کتاب د یوې پېړۍ نږدې درېیمې یا څلورمې برخې ته بیاکتنه ده. ویلی شم، چې دا چټکه بیاکتنه ده، ځکه چې ما داسې په زړه پورې او شوخ ژوند کړی دی چې کولی شم، د خپلو شخصي محدودیتونو په اړه بېل کتاب ولیکم؛ د سترېدو (لویېدو)، د وېتنام د جګړې، هغه کلونه چې ما د دې جګړې د بندولو لپاره فعالیت کاوه، اته ویشت کاله په سنا کې دنده او ورپسې جوخت څلور کلن د بهرنیو چارو وزارت. دا کتاب (هره ورځ یو نوی فرصت دی) زما د ژوند ټول سفر تر پوښښ لاندې نیسي، چې تاسې ته دا در ښایي، زه څوک یم؟ او زما انګېزې څه وې؟ دا یو رښتینی، جامع خو لنډ او مختصر کتاب دی. …) «۶۱۵ مخ»
که څه هم دی پخپله په دې کتاب کې وايي، چې زما د ژوند په اړه دا کتاب لنډ او مختصر دی او بل کتاب هم پرې لیکل کېږي؛ خو که تاسې دا کتاب ولولئ، درمعلومه به شي، چې جان کېري په رښتیا هم څوک دی؟ او څه یې کړي؟ د افغانستان د جګړې په اړه به ډېر څه پکې پیدا کړئ. د افغانستان د جګړې ورهاخوا په دې کتاب کې د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په اړه مفصلې او تشریحي خبرې شته، چې جان کېري دوی څنګه سره جوړ کړل؟
په ټوله کې دا کتاب، د امریکا د نوې راپورته کېدا او ظهور باندې پوهېدو لپاره ډېر مهم دی. دا کتاب د افغانستان په اړه ډېر څه لري. د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو بیا تر ملي وحدت حکومت جوړېدو پورې د افغانستان د اوضاع په اړه او همدارنګه په دغه موده کې د افغانستان لپاره د امریکا د سټراټیژیو په اړه ډېر څه لري. په کتاب ډېرې خبرې کېدونکي دي؛ خو نورې به په کتاب کې ولولئ. په دې هیله چې کتاب د دري غوندې پښتو هم ژر وژباړل شي.