تاند- ایربس کمپنۍ، چې الوتکې جوړوي، د درې بعدي چاپ یا (3DPrint) په وسیله خورا سپک برېښنايي موټرسایکل جوړ کړی دی.

د ایربس شرکت د (APWorks) څانګې له لوري دا جوړ شوی برقي موټرسایکل صرف ۳۵ کیلو ګرامه وزن لري.

د دغه موټرسایکل په جوړولو کې له المونیم څخه کار اخیستل شوی چې د الوتکو په جوړولو کې استعمالېږي.

درې بعدي یا تري ډي پرینټ یوه نوې ټکنالوژي ده چې په بېلابېلو صنعتونو کې خورا په چټکه دود کېږي.

د دغه موټرسایکل په سپکوالي کې، چې تر نورو برقي موټرسایکلونو یې وزن په سلو کې ۳۰ لږ دی، د باډۍ ډیزاین مهم رول لوبولی دی.

دا موټرسایکل په هر ځل چارج کېدو ۶۰ کیلومتره چلېدلی شي.

حاضردمه د دغو موټرسایکلونو یوازې ۵۰ دانې راوتلي او د هر یوه بیه نژدې ۶۵ زره ډالره ده.

2 thoughts on “په درې بعدي پرینټ برېښنايي موترسایکل جوړ شو”
  1. په ډیر معذرت سره

    دا قیمت کښی خوبه اشتباه نه وی شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *