تاند- اضافي تولید یا (Additive Manufacturing) چې درې بعدي چاپ هم بلل کېږي، په خورا سرعت د انسانانو د ��ولید او ژوند په مختلفو برخو کې داخل شوی دی.

درې بعدي چاپ د تولید هغه پروسه ده چې د محصولاتو دیجټلي فایلونه پکې د کمپیوټر له لارې ځانګړو ماشینونو ته، چې په هغو کې د فلزونو، پلاستیک، ربړ، سرامیکي موادو او نورو موادو عناصر ځای پرځای شوي دي، لېږل کېږي.

دا ځانګړی ماشین، چې د چاپ درې بعدي ماشین بلل کېږي، په اتومات ډول پرزې او محصولات په منظم ډول جوړوي او سره تړي.

1له درې بعدي چاپ څخه د بې پېلوټه الوتکو، فضايي سفینو، موبایل ټېلفونونو، الیکترونیکي او الیکتریکي وسایلو د خورا پېچلیو پروزو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

درې بعدي چاپ په طبابت کې هم کارول کېږي، مثلاً د مصنوعي غاښونو په جوړولو کې. خو تر څه مودې پخوا پوري ګومان نه کېده چې له دې ډول چاپه دې د انسان د سر د کوپرۍ په چوړولو کې هم استفاده وشي.

د طب په تاریخ کې  د لومړي ځل لپاره په هالنډ کې یوه انسان ته پلاستیکي کوپرۍ نصب شوه. دا پلاستیکي کوپرۍ د درې بعدي چاپ د ماشین په وسیله جوړه شوې ده.

هالنډي جراحان وايي، چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ، چې د سر کوپرۍ یې د هډوکي د لویېدو ناروغي لرله، عملیات کړې. د دې نجلۍ د سر د کوپرۍ د هډوکو په غیر متوازن ډول وده د دې سبب شوې وه چې د هغې پر مازغو فشار راشي، پر له پسې سردردي ولري او د سترګو نظر یې په تدریجي ډول کمزوری شي.

جراحانو د دې د سر کوپرۍ لېري کړې او پر ځای یې پلاستیکي کوپرۍ ورپیوند کړې ده. دا کوپرۍ د درې بعدي چاپ یا اضافي تولید په شیوه جوړه شوې ده.

د دې نجلۍ په تداوۍ کې د شاملو ډاکترانو د ډلې مشر ډاکتر بن ویریج د جراحي عملیاتو په اړه وویل:

«د هغې د سر د کوپرۍ مخکینۍ برخه په خاص ډول جوړه شوې ده. موږ په پیل کې د ناروغې د سر کوپرۍ لېري کړه، بیا مو د هغې پر ځای نوې پلاستیکي کوپرۍ کېښوده چې مازغو ته کافي ځای وي.»

ډاکتر بن ویریج وايي، د جراحۍ کار چې ۲۳ ساعته یې دوام وکړ، بریالی و، د ناروغ وضعیت بیخي ښه شوی، د سترګو نظر یې هم بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی او تقریباً د جراحي عملیاتو هیڅ نښه پکې نه لیدل کېږي.

د ډاکتر بن ویریج په وینا د اضافي تولید تکنالوژي یا درې بعدي چاپ دا امکان برابر کړ چې د ناروغې د سر کوپرۍ دقیقاً په هغه اندازه جوړ شي چې د هغې د سر اصلي کوپرۍ وه.

هغه روغتون، چې دا جراحي عملیات پکې شوي، وايي له درې بعدي چاپه د هډوکو د نورو ناروغیو په درملنه کې هم کار اخیستل کېدای شي په تېره بیا هغه هډوکي چې سخته صدمه یې لیدلې وي.

2 thoughts on “په درې بعدي چاپ د سر کوپرۍ جوړه شوه”
  1. دا دهغه انك ليسانس نسل دي كوم جه زمونز أزادي خوا شاه أمير امان الله خان ءي دكفر به نامه د وطن خخه فرار ته مجبور او د هغه تول ترقيخوا بلا نونه تر خاورو لأندي كره داجه زمونز شريف أفغانان أوس دي ته زير شول بيا هم اوبه تر ورشه ندي تيري كولي شي دداسي ككز جنو ، ، او زهر الودو ،دتخريب كوو نكو مخه ونيسي ،دا يو واقعيت دي هيله مند يم جه تول أفغانان،،يو موتي ،او دا موتي د دشمن به خوله حواله كزي ترخو د دوي خولي بتي او دخبرو توان ونلري
    دافغانانو يو والي أودي منافق دشمن ته جه به كلو،كلو ، ءي زمونز نجيب اولس زورولي به أفغاني مير انه جواب وركري دا زما دزره أرمان دي
    جلالزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *