تاند- له نیمروز څخه د رارسېدلي راپور له مخې د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې یوې زورورې چاودنې لږترلږه ۴۰ تنه وژلي یا ژوبل کړي دي.
چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه ناوخته په دلارام ولسوالۍ کې شوې ده. دلارام، پخوا په فراه ولایت پوري تړلې وه. دا ولسوالي، چې د هرات- کندهار په لویه لار کې پرته ده، د فراه، نیمروز او هلمند ترمنځ پرته ده.
چارواکي وايي چې پېښه هغه مهال وشوه چې په سیمه کې پر یوه مسافروړونکي بس او د ملکیانو پر یوه موټر د سړک د غاړې بمونه وچاودېدل.
د دلارام ولسوال انجنیر خدایداد پېښه تایید کړه، ویې ویل چې چاودنه د لخشاک په سیمه کې شوې ده.
د ده په وینا بس له فراه ولایت څخه کندهار ولایت ته روان و. ولسوال وايي چې اکثره وژل شوي او ټپیان ماشومان او ښځې دي.
د فراه ولایت چارواکي وايي چې بم د طالبانو له لوري اېښودل شوی و.
طالبانو، چې عموماً په لارو کې بمونه ږدي، تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي. دا ډله عموماً د هغو پېښو په اړه پټه خوله غوره بولي چې ملکیان یا عام خلک پکې ووژل شي.
د دلارام ولسوال وايي چې په پېښه کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي خو وېره ده چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي ځکه چې د ډېرو ټپیانو حال ښه نه دی.
زه تبصره نه لیکم ولي چي تاند زما تبصري نه خپره وي یوار وايي تاسو دستورو خانی نه دی ډکی کړی بله ورځ بل شی وایی خو فکر کوم چي هر څه يي زړه غواړي هغهکوي سره له دي چي زه ټول اړخونه او اصول په نظر کي نیسم«« غواړم یو دوه بیته یا لنډکی ووایم
چا ته فریاد وکم چاته هال دزړه ښکاره کمه «» هیڅوک مي عرض نه آوري که زه چیغه ناره کمه
صرف نوم او ایمیل لیکئ، د بلې خانې ډکولو ته اړتیا نشته.مننه
تاند
مبارک دی مشر ملا صیب، نامخدا ښه غټ ښکار یې کړی او دا خو بیا ډیر غټ اجر لری ځکه په یو وار دومره خلک وژل. نوش یې جان مولوی صیب خپله خو په کوټه کې مزی کوی سره د بچو خو دلته دی پردی بچي هلاک او تباه کړل. خدای دی د بچو سره نیست و نابود کړی تا وحشی او ظالم ادم خور ماشین. دومره قتلونه خو والله کې چانګیزخان او اسرایلو هم کړی وی لکه ته ادم خور ماشین یې چي کوی