((که موږ واک ته ونه رسیږو په افغانستان کې به د وینو ویالې روانې شي… )) ((…جاهلین او خایینین له اژدها سره لوبې کوي…)) څه فکر کوئ دا د ۱۳۷۱ کال د تنظیمي کشمکشونو د وخت وینا ده؟ له لحن څخه خو همداسې ښکاري او که چا ددې سړي د خبرو قهرجن تون هم اوریدلی وي دا شک به ورسره پیدا شوی وي چې د زمان د ګړۍ څرخ دوه ویشت کاله شاته تللی دی. ۱۳۷۱ کال دی تنظیمونه د کابل په کوڅو او شاوخوا سیمو کې واکمني چلوي خو د هر یوه په خوله د (ارګ یا مرګ) شعار جاري دی او هر یو وایي که ارګ ته ونه رسیږی یا یې په ارګ کې څوک پرې نه ږدي نو له کابله به د وینو حمام جوړ کړي. خو نه د شکر ځای دی دا ۱۳۷۱ کال نه دی موږ له هغه بدمرغه کال سره پوره دوه ویشت کاله واټن لرو. اوس ۱۳۹۳ کال دی څو ورځې دمخه زموږ خلک د رایو مرکزونو ته ولاړل او هر یوه د خپلې وړ کس ته رایه ورکړه. اوس د یوه ګوند یا تنظیم واک نه دی دموکراسي ده ولسواکي ده هر څوک حق لري د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي. همداسې وشول . خو خو لا داسې ډلې او کسان شته چې په ذهني لحاظ په دوه لسیزې مخکې زمانه کې اوسي دا پورته خبرې د همداسې یوه کس دي د ولسمشرۍ د یو تن نوماند عبدالله عبدالله د کمپاین ویاند ښاغلی فضل الرحمن اوریا او د افغانستان د یوه ولایت د والي ښاغلي عطا محمد نور. خو ددوی پر ژبه د دموکراسي او دیکتاتوري خبرې سره ګډې شوې ښکاري دوی سره له دې چې د زور خبرې کوي د هیواد قانونی بنسټونو ته په وینو لړلي اخطارونه ورکوي خو وایي چې د خلکو له رایو سره لوبې له ښامار سره لوبې دي. څرګنده ده چې ددوی په نظر خلک یعني دوی! له دې ښاغلو څخه دموکراسي او دیکتاتوري ګډه شوې ده. ذهن یې د تنظیمي دیکتاتوري په لومو کې بند دی خو چې وخت ته او خپلې شاوخوا ته ګوري خلک دموکراسي او ولسواکي غواړي، پوهیږي چې د واک لپاره نو اوس هغه پخواني شعارونه نه چلیږي نو دواړه دمبورې غږوي.
دا ډول اخطارونه نه یوازې دغه دواړه ښاغلي په غوصناکه څیره تکراروي بلکې ددغې ډلې نور غړي هم همدا خبرداري ورکوي تیره شپه په یوه ټلویزیوني بحث کې ددغې ډلې یوتن غړي سمیع الله صمیم لا څو ګامه دمخه ولاړ اخطار یې ورکړ نوموړي د ۱۳۸۴ کال د جوزا د اتمې نیټې د سرای شمالي بغاوت د مثال په ډول یاد کړ چې د خیرخانې مینې له کوتل څخه ۳۰۰ کسانو حرکت وکړ او کابل ښار یې اشغال کړ ښاغلی صمیم چې د مالیې د وزیر له خوا د شرابو په تجارت او له وکالته په ناوړه ګټه اخیستنه تورن شو او بیا یې ټلویزیونونو د ناوړه ګټې اخیستنې مستند فلم هم وړاندې کړ، دا هم وویل چې اوس مارشال فهیم ژوندی نه دی چې د جګړه مارو او اله ګوله کوونکو مخه ونیسي.
د دموکراسي په دې دوران کې د دوی هره خبره سړی ۱۳۷۱ کال ته بیایي دوی ادعا لري چې د ټاکنو کمیسیونونه چې د همدوی د واک په زمانه کې ټاکل شوي شفاف عمل نه کوي. په داسې حال کې چې لومړی خو همدا کمیسیونونه ددوی په لاس کې ښکاري او بل پلو انصافآ باید وویل شي دادی وینو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د تړلو دروازو شاته د پریکړو کلتور مات کړ هره ورځ علني غونډې جوړوي او د رسنیو، مدني ټولنې او د کاندیدانو د استازو په مخکې ټولو شکایتونو ته رسیدګي کوي چې ټول یې د رسنیو له لارې ویني او اوري. خو دوی بیا هم ویریږي او په دې ډول نور هم ویروي. پوښتنه داده د چا چې رایې پاکې وي هغه ولې له څیړنو وډار شي؟ ولې باید قانونی مراجعو ته وخت ور نه کړي چې شکایتونه وڅیړي.
دوی ښه پوهیږي چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون شفاف او علني کار کوي خو وایي د غله په غره کې ځای نه کیږي دوی د ټولو شکایتونو تر څیړلو دمخه ددغه کمیسیون په کار نیوکې کوي او اخطارونه ورکوي. دې ډلې ټول عمر په نیوکو او اخطارونو تیر کړی دی.بس چیغې وهي او په خلکو کې ویره خوروي په داسې حال کې چې په علني غونډو کې د سیال ټیم پر ضد ددوی زیاتره شکایتونه یا د اوریدو وړ نه دي هسې ادعاوې دي یا هم بر عکس دي. د مثال په توګه: د روان کال د غویی میاشتې د ۱۸ نیتې په علني غونډو کې د عبدالله ټیم شکایت کړی و چې د بادغیس ولایت په یوه ټاکنیز مرکز کې د رایو په صندوقونو کې لاس وهل شوی د ډاکټر اشرف غني رایې زیاتې شوې دي خو چې د هغه مرکز د حساب شویو رایو فورمه ولیدل شوه اشرف غني ته ۹۳ رایې او عبدالله ته ۶۳۳ رایې حساب شوې وې. د پکتیا په یوه بل محل کې د عبدالله استازي د اشرف غني احمدزي په ګټه په اصطلاح د مهندسي دعوه لرله د هغه محل رایې هم د عبدالله په ګټه دا ډول مهنډسي شوې وې عبدالله ۵۰۷ رایې او ډاکټر غني ته ۱۱۷ رایې حساب شوې دي.
همداسې د دې ډلې زیاتره شکایتونه په اصطلاح هوایي او اخطارامیز دي خو پوښتنه داده چې دغه ډله په دې ډول اخطارونو او د تشویشونو په ایجادولو سره اصلآ څه غواړي؟ اوس هغه زمانه نه ده چې یوه ډله په ټول ولس خپلې غوښتنې ومني افغان ولس اوس راویښ شوی دی هیچاته به اجازه ور نکړي چې پخوانی تنظیمي ناتار تکرار شي.
ویښ افغان
دوينو تويدل، دجا ، دخه ، دباره