نن ورځ د لغمان ولایت په امنیتي غونډه کې د لغمان ولایت د والي عبدالجبارنعیمي د ځانګړې توجه او غوښتنې پر اساس د لغمان ولایت د زړه سوانده سوداګرو څخه راټولې شوې (۲۰۴۰۰۰) دوه سوه ،څلور زره افغانۍ مالي نقدي مرسته هغه اتل سرتیري ته ورکړل شوه چې په نیمروز ولایت کې یې خپلې خاورې او ولس ته د ملي خدمت په لاره کې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړې دي.په امنیتي غونډه کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نورالله قادري،د ملي امنیت رئیس برید جنرال فضل الرحمن سالارزي، په ختیځ زون کې د عام نظم د دوهمې لوا قوماندان جنرال نصیر احمد ساپي، د امنیه قوماندانۍ د اپراسیون امر،د ګډې همغږۍ قوماندان ډګروال محمد عمر شینواري او یو شمیر نورو امنیتي مسوولینو هم حضور درلود.

دغه سرتیری عیان الله نومیږي چې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د څارګل کلي اوسیدونکی دی چې د ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا د دوهم کنډک او دوهم ټولې په چوکاټ کې یې خپلې خاورې او ولس ته خدمت کولو چې په همدې مقدس لاره کې یې خپلې سترګې د دندې په جریان کې د ماین چاودنې له امله له لاسه ورکړې.

لغمان والي عبدالجبارنعیمي وویل چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د دغه اتل سرتیري فریاد او پیغام ترلاسه کړ چې پر همدې اساس یې تلاش وکړ ترڅو د نوموړي د سترګو د درملنې په خاطر نقدي مرسته برابره کړي، نوموړي د خپلو خبرو پر مهال عیان الله هغه اتل او پر خاوره مین سرتیری یاد کړ چې اتلولي او قرباني به یې هیڅ وخت هیره نه شي، لغمان والي زیاتوله چې د هر سرتیري د قربانۍ او خدمت درناوی کوي او همیشه به د هغه کورنیو درناوی او پوښتنه وکړي چې د کورنۍ غړي یې د خاورې او ولس د ساتنې او دفاع په لاره کې شهیدان او یا زخمیان شوي دي.

نعیمي د هېواد پر ټولو سوداګرو او شمتنو کورنیو غږ وکړ چې د خاورې او ولس د ساتونکو او اتلو خدمتګارانو سره د دوی د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي ترڅو د دوی په ملاتړ سره افغان ولس او افغانستان وژغورل شي او وساتل شي.

اتل سرتیري عیان الله د خپلو خبرو پرمهال د لغمان ولایت له والي،سوداګرو او ولس مننه وکړه چې د نوموړي د تداوی په موخه یې ورسره مالي مرسته وکړه نوموړي وویل چې پلار یې هم د وطن د دښمنانو لخوا زخمي او موره یې شهیده شوې ده،عیان الله وویل که چیرې یې د سترګو تداوي وشي نو بیا به هم خپل سنګر ته ودانګي او هغه دښمن به مات کړي چې د افغان ولس او خاورې پرضد جګړه کوي.عیان الله د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپل پیغام کې وویل په هر قیمت چي وي د خاورې او ولس دښمن مات کړئ ځکه چې دغه وحشي دښمن د اسلامیت او بشریت پرضد جګړه کوي او په افغانستان کې د امنیت،پرمختګ ،سولې او ثبات زغم نه لري.نوموړي پر دې خوښي څرګنده کړه چې داسې مشران لري چې د خپلو زخمي سرتیرو غږ اوري او غوښتنو ته یې رسیدګي کوي څرګنده یې کړه چې په ترلاسه شوې مالي مرستې سره به تلاش وکړي چې د خپلو سترګو تداوي وکړي او که چیرې روغتیا ترلاسه کړي د خپل ملي بیراغ ترچترلاندې به بیا هم ملي خدمت او سنګر ته ودانګي.

په دغه امنیتي غونډه کې په ختیځ زون کې عام نظم د دوهمې لوا قوماندان جنرال نصیر احمد ساپي هم د عیان الله سره د دریو میاشتو اعاشې همکاري اعلان کړه او په دې تړاو یې وویل چې ډیر ژربه د عیان الله کور ته د اړتیا وړ خوراکي او غیرې خوارکي توکي ورسوي.

د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نورالله قادري،د ملي امنیت رئیس برید جنرال فضل الرحمن سالارزي،د ګډې همغږۍ قوماندان ډګروال محمد عمر شینواري او یو شمیر نورو امنیتي منسوبینو په خپل وار سره د لغمان والي عبدالجبارنعیمي څخه د زړه له کومې مننه وکړه چې د خپلو امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو سره خاصه مینه لري او همیشه د دوی ژوند او ستونزو ته متوجه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *