عبدالصمد افغان – تیره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجی ښار کې په یوه لویه پرتمینه غونډه کې چنار مشاعره جوړه شوه.

 د دې مشاعرې د جوړولو نوښت عبدالصمد افغان کړی و، او له کابل څخه یې د چنارونو او غرونو نازکخیال شاعر پیرمحمد کاروان میلمه کړی وو. له ښاغلي کاروان سره  بل تکړه او خوږژبی شاعر ډاکټر احسان الله درمل هم ملګری و.

غونډې ته په اماراتو کې د میشتو ادبي ټولنو ۵۰ شاعران راغلي وو. همداراز قومي مشران، تجار ، ځوانان او د شعر او ادب مینه وال په لویه کچه راغلی وو .

په اماراتو کې د افغانانو مشر الحاج محمد طیب افغان تر څنګ د ولسی جرګې غړی کمال ناصر اصولي، د کرکټ بورډ معاون نسیم الله دانش، د مشعل پوهنتون رییس فتح الله بابکرخیل او د افغان پوهنتون رییس عبدالرشید ایوبی هم د غونډې په برخوالو کې شامل ول.

  د سمسور ادبي بهیر غړی تاج الدین محبت د نوي کتاب مخکتنه هم وشوه . مشاعره د شپې تر ناوخته پوري ډیره په خوند روانه وه ، او شاعران په ستاینلیکونو ونازول شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *