په افغانستان کې د نجيب د حکومت تر پرځيدو وروسته د هيواد په ټوله خاوره د مجاهدينو تظيمونه حاکم شول او د دوی د بیلابیلو تنظيمونو تر منځ د مخالفتونو له امله په افغانستان کې خپلمنځي جګړې پیل شوې چې دغو جګړو شااوخوا پینځه کاله ونيول، کابل ښار او د هيواد ځينې نور ولايتونه د جګړو له امله په ګنډوالو بدل شول.

په دغو جګړو کې تر دوه ميليونه زيات افغانان شهيدان شوي په ميليونونو بې کوره شوي او په ميلياردونو زيانونه خلکو ته اوښتي، د خلکو ژوند آن د بربادئ تر بريده ورسید، خو لاهم پر کابل راټول شوي تنظيمونه په خپل منځ کې نه و جوړ شوي، د کابل په څنډو او بیلابیلو ولايتونو کې لا جګړه روانه وه چې د هيواد په سویل کې د طالبانو په نوم غورځنګ سر راپورته کړ او د اصلاحاتو تر نوم لاندې يې خپله مبارزه پیل کړه.

د هيواد بیلابیل ولايتونه يې تر پوښښ لاندې راوستل چې پر کابل يې هم ولکه وکړه او د اسلامي امارت په نوم يې حکومت اعلان کړ دغه حکومت هم پينځه کاله دوام وکړ چې دا نو د افغانستان خلکو ته يوه تر ټولو توره دوره وه، خلک د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف تر لامه لاندې د دوی له فعاليت څخه تر پوزې راغلل.

د طالبانو د حکومت په وروستيو ورځو کې د امريکا پر دفاع وزارت او يو شمېر نورو ودانيو د الووتکو په واسطه بريدونه وشول او يوه غوغا يې جوړه کړه چې نړۍ ورته حيرانه وه، د وخت امريکايي چارواکو له لوري پر افغانستان بريدونه وشول چې ګنې پر امريکا بریدونه د القاعدې ډلې کړي او طالبانو د هغوی مشر اسامه بن لادن ته په افغانستان کې ځای ورکړی، او دوی به د طالبانو حکومت هم راپرځوي.

د طالبانو حکومت نسکور شو او د دوی ډیر کسان ووژل شول، ژوندي کسان یې لرې ولايتونو او د پاکستان سرحدي سیمو ته وتښتيدل، کلونه کيږي چې د افغان حکومت، بهرنيو سوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي چې کلونه يې ونيول.

د ۲۰۱۷ ميلادي کال له نمايي را پديخوا بیا له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې چې کله مثبتو پړاونو او کله بیا په ځای ودريږي، خو دا هغه چاره ده چې د پرون معرفي شوی وحشي طالب نن په بله جامه کې خلکو ته وړاندې کوي، پرون طالب هسې یاغي او باغي و نن د خبرو اترو میز ته ناست دی، د پرون بې منطقه او د جګړییز فکر طالب نن خلکو ته په نوې بڼه ورپيژندل کيږي چې موږ يې څو ټکو اشاره کوو:

لومړی : پرون وسلوال طالبان يوه یاغي او باغي ډله وه چې په وړاندې يې بايد يوازې جګړه شوې وی او نابود شوي وی خو نن يې د مذاکراتو مشرویط پیدا کړ.

دويم : پرون طالب خلک په کوتکو وهل، هره خبره يې له انساني چلند او اخلاقو لرې او هيڅ يې د منطق ژبه نه لرله خو نن رسنيو ته وړاندې شو، له کورنيو او بهرنيو رسنیو سره مرکې او مناظرې کوي.

دريم : پرون يې حکومت يوازې په زور نسکور شو، له ځمکې او هوا پرې بې شمیره بمونه او توغندې و وريدل خونن د مسکو په ناسته کې تر ټول لويې لويې خبرې کوي.

څلورم : طالب ته تر پرونه پورې واکسین حرام، تلويزيون کتل حرام، له بهرني طبع سره روغبړ حرام، د ښځو لوست او په دفترونو کې کار حرام او نن په مسکو کې له لغړو خبریالانو سره مرکې او د زړه خواله کول دا ټول پرون نه و ولې نن دا هرڅه موجود شول.

د قطر په پلازمينه دوحه کې د تېرو شپږ پړاوه مذاکراتو چې جزيات يې ډېر ندي په ډاګه شوي او ټولې شپږ پړاوه خبرې د پردو تر شا وشوې، د نن او پرون طالب په پرتله کې ډیرمهم رول لرلای شي.

طالب خو تاسو ټولو ته معلوم و او دی، چې طالب د خپلې مبارزې له پیل څخه هيڅ ډول فکر او تنوع نه غوښتل او يوازې يې د کوتک او ټوپک په خوله خبرې کولې.

د ټولو افغانانو غوښتنه او ارمان هم دادی چې طالبان سوله وکړي او په هيواد کې نوره جګړه ودريږي خو دا چې څنګه سوله ورسره وشي او څه ډول د ټولو افغانانو د قناعت وړ وګرځي.

د ټولو افغانانو هيله داده چې په سوله کې دې د افغانستان ملي کټې، د شهيدانو قربانئ، او د تېرو اولسو کلو پرمختګ په نظر کې ونيول شي چې په پای کې اباد او ازاد افغانستان ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *