تاند: د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو نهم پړاو خبرې به نن شنبه په دوحه کې بیا پیل شې

ټاکل شوي وه ددې پړاو خبرو توافقنامه څو ورځې مخې لاسلیک شوی وه خو ددې خبرو بیا بیا غځیدل ددې معنا ورکوي چې په دې خبرو کې لا هم ژور اختلافات شته

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وایي دغه خبرې پرون جمعه ځنډېدلې وې او ټاکل شوي دغه خبرې نن بیا له سره پیل شې

یو شمېر غربي رسنیو د معتبرو سرچینو په حواله ویلي چې واشنګټن غواړي چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې توافق نهايي شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په پنځه ویشتمه په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې دوئ غولړي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې یوه موافقه ولري

دغه خبرې چې نن یې یوولسمه ورځ ده تر اوسه کومه ښکاره لاسته راوړنه نشته ،وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې له امریکا سره داسې موافقې ته ډېر نږدې شوي چې پر اساس به یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي

خو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې له طالبانو سره د موافقې په صورت کې به هم یو شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي

افغان چارواکو تر اوسه ددې خبرو په اړه رسنیوو ته څه ندې ویلې خو په وینا یې چې دوئ هم د دوحي وروستۍ پریکړي ته په تمه تر څو د بین الاافغانی ناستې لپاره چمتوالی ونیسې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *