تاند- وسله وال طالبان وايي چې د قطر په دوحه کې د دوی د دفتر د مشر عباس ستانکزي په مشرۍ ۸ کسیز پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له ۱۱ کسیز امریکايي پلاوي سره نن /سې شنبه/ هم خبرو ته دوام ورکړ.
د دواړو خواوو خبرې پرون /دوشنبه/ پیل شوې.
دا څلورم ځل دی چې طالبان او امریکایان له یو بل سره خبرې کوي.
طالبان وايي چې په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر وتلو او له افغانستان څخه بل هیواد ته د خطر د نه پېښېدو په اړه خبرې کوي.
طالبان وايي چې امریکايي پلاوي ورسره منلې چې د خبرو په اجنډا کې دې د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش شامل وي خو امریکايي چارواکو تراوسه پورې د دوحې د روانو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان وايي چې لومړی دې امریکايي پوځیان ووځي بیا به د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي خو د طالبانو د دې نظر مخالفان وايي، باید طالبان لومړی د افغانستان له حکومت سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وړکړي او تضمین ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به جګړې ته دوام نه ورکوي.
دا هغه د چرګې او هګۍ کیسه شوه ، لومړی چرګه پیداشویده که هګۍ؟
طالبه که سولې ته د زړه کیږي د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره خبرې وکړه ، کله چې تاسو دواړو په خپلو کې روغه وکړه ، بیا دواړه امریکاییانو ته ووایي چې اوس د جنګ ضرورت نشته او تاسو په خیر تشریف یوسئ .
د هرې ورځې جنګ په اوږدېدو سره طالب لاسونه د مسلمانانو په وینو سره کیږي.