محقق وايي، ۳۱ هزاره ګان داعش برمته کړي

میرویس شاهین||

تېره ورځ په بلخ کې د افغانستان د ژغورنې د اېتلاف د غونډې په مهال د دغه جوړښت مشرانو د تېرو تکراري زمزمو ترڅنګ ځینې داسې خبرې وکړې چې له پیله یې منطقي تړاو نه درلود او یوازې یې د خپلې وینا وخت پرې بشپړاوه. د ویناوالو ترمنځ یو هم د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق و، هغه محقق چې د بشري ضد سلګونو جرمونو په ترڅ کې د بې شمېره بې ګناه ښځو د سینو پر غوڅولو تورن دی او تر دې دمه یې قضیه ناحل پاتې ده.

محقق د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې اوسنی حکومت له هزاره توکم سره تبعیض کوي او د هزاره حکومتي چارواکو لپاره یې حکومت پر سنګینو جرایمو بدل کړی دی. محقق د خپلې دغې بدبویه خبرې د ثبوت لپاره داسې طفلانه څرګندونې وکړې چې یو سیاستمدار څه یو عادي نالوستی به یې هم و نه کړي. نوموړي کټ مټ داسې وویل: ((تبعیض تر دې کچې رسېدلی چې څه وخت وړاندې په پوهنې وزارت کې د میلیوني فساد اوازې خپرې شوې؛ دا چې رښتیا وې که دروغ، تبصره نه پرې کوم، خو قرباني یې یو هزاره کربلایي معین شو چې یو کال یې هره ورځ محکمې ته ورغوښت، په پای کې یوازې ۱۲۰۰۰ افغانۍ جریمه شو. تبعیض دې حد ته رسېدلی چې د فساد تور پر مقاماتو  و، خو قرباني یې معین شو.))

محقق په دې څرګندونو کې دوو ټکیو ته اشاره کړې ده چې لنډ یې تحلیلوم. لومړی د پوهنې وزارت پر مخکینۍ رهبرۍ د فساد تورونه.

په دې کې شک نشته چې په تېرو درېیو کلونو کې د پوهنې وزارت د مخکینۍ رهبرۍ پر وړاندې شدیده سیاسي جګړه وشوه، چې مقابل لوری سخت پکې ناکام شو او څرګنده ده چې اوس د خپلو شومو نیتونو د جبران هڅې کوي. دې ظاهراً سیاسي جګړې دوه عمده دلایل درلودل. لومړی دا چې مخکینۍ رهبرۍ د افغانستان پوهنیز نظام د افغانستان په تاریخ کې د پراختیا او پرمختګ داسې معراج ته ورساوه چې نه تر دې وړاندې چا رسولی و او نه به یې په راتلونکي کې څوک ورسولی شي، چې طبعاً دغه لاسته راوړنه یوازې د پوهنې پر نظام پسې نه منسوبېږي، بلکې د مخکینۍ رهبرۍ درایت او کفایت هم بیانوي، خو د هېواد په دننه او بېرون کې سیاسي حریفانو او د هېواد د نظام دښمنانو دغه پرمختګ نه شوی زغملی او اړ شول چې په یوه او بل نامه پر پوهنیز نظام تورونه ولګوي او د پوهنې وزارت د مخکینیو چارواکو بې شمېره لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

دویم لوی لامل د هېواد د سیاسي ډګر ګرمې لوبې او د هېواد د رهبرۍ د ترلاسه کولو تکل و. د دې لیکنې ټول لوستونکي شاهدان دي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د هر چا په ژبه دا خبره زمزمه کېدله چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به فاروق وردګ وي. دې خبرې ځکه تر ډېره حقیقت درلود چې د هېواد بېلابېلو سیاسي ډلو او مخورو شخصیتونو د افغانستان د رهبرۍ لپاره تر فاروق وردګ ښه بدیل نه لیده؛ له همدې کبله مختلفو سیاسي ډلو او د بېلابېلو ولایتونو مشرانو د وخت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته لیکلي او نالیکلي وړاندیزونه وسپارل چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د نوموړي ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه چې ښاغلي کرزي بل ډول لوبه روانه کړې وه چې په پای کې په خپله لومه کې راګیر شو او تر ننه د خپلې دغې ناسمې پرېکړې له کبله ځورېږي.

پورتنۍ خبرې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو ډلې سخت لړزولې وې، مشرانو به یې هره ورځ همدا ورته ویل چې که فاروق وردګ مو د کاندیدانو له نوملړ څخه لیرې کړ، نو بریا مو ډېره اسانه کېږي، چې د دې خبرې ثبوتونه راسره شته او ښایي ډېر پرې خبر هم وي.

له همدې کبله د کاندیدانو ډلو بهرنیو او کورنیو کرایي لیکوالانو ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت د وخت د رهبرۍ پر ضد رسنیز تبلیغ او پروپاګند پیل کړي، چې د فساد پر نوم سیاسي جګړه د سیاسي حریفانو د همدې شومو موخو نتیجه وه، خو په بشپړه توګه ناکام شول؛ ځکه دا حقیقت ټول افغان ملت ته روښانه شو چې د امریکا د انکشافي ادارې حتی یو سېنټ هم د افغان حکومت یا پوهنې وزارت له لارې نه دی مصرف کړی، بلکې د افغانستان د دولت له بودجې څخه بیرون په خپله امریکایي ادارو مصرف کړی دی او دغه راز امریکایي ادارو مستند راپورونه خپاره کړل چې هېڅ داسې شواهد نشته چې په افغانستان کې د امریکا له خوا لګول شوې پیسې دې حیف و میل شوې وي.

د محقق دویمه خبره د پوهنې وزارت د مقاماتو پر ځای د یاد وزارت د یوه معین د دوسیې تعقیب و. لومړی خو باید محقق صیب په خپله خبره له سره غور وکړي چې معین کوم عادي مامور نه دی، بلکې د وزارت په سترو مقاماتو کې شامل مقام دی.

خیر تر دې خبرې به تېر شو، محقق صیب به بیا په خپله د مقاماتو تعریف وکړي. په دې کې شک نشته چې د پوهنې وزارت پخوانی معین محمد عظیم کربلایي یو مسلکي کادر او غیرسیاسي هزاره و؛ هغه نه د محقق له ډلې و، نه د خلیلي، بلکې په خپل لیاقت دغه مقام ته رسېدلی و. دا چې د پوهنې وزارت یو معینیت د سیاسي وېش پر بنسټ د هزاره توکم رسېدلی و، نو محقق نه شوی کولی چې دویم معین معرفي کړي، بلکې ده کولی شول چې خپل معین د همغه هزاره معین پر ځای توظیف کړي. له همدې کبله د نوموړي ټولې هڅې همدا وې چې دغه مستحق او وړ ناسیاسي هزاره معین لیرې کړي او پر ځای یې یو سیاسي محقق پلوه کس اوسنی معین ښاغلی رحیمي یې پر ځای راولي او ښایي لیرې نه وي چې د ۱۲۰۰۰ افغانیو دسیسه د همدې پلان یوه برخه وي.

تبعیض په حقیقت کې هغه څوک کوي چې د ناسیاسي هزاره پر ځای سیاسي او محقق پلوه هزاره راولي. ښاغلی محقق دې لومړی تبعیض له خپل زړه نه وباسي، بیا به موږ له ده سره په ګډه حکومت ته ووایو چې په حکومتي ادارو کې د تبعیض مخه ونیسي.

و ما علینا الابلاغ

2 thoughts on “په دولت کې د تبعیض په تړاو د محقق څرګندونې او وضاحت”
  1. A good numbers of current powerful Afghans have not done much positive or being productive to be counted as leaders. The only other option left for them is to play the old card of ethnicity/Qoum. Because most of them have no other skill or qualification. They know how to mobilize their own kind and take advantage of them.

  2. رښتیا هم خدای(ج) دی خره ته ښکر نه ورکوی .
    کم ظرفیته او یا نه سړی ته د مسلمانانو کار یا خدمت سپارل یواځی د خادم المفسدین کار کیدای شی ځکه دا دری مؤتلفین او دیته ورته د ملت داړونکی او لیوان تل همدا یوه غوښتنه لری چی د بن د معاملی نه یی منشا اخیستی او اوس یی خپل حق بولی موږ ته برخه راکړی او دا بد عادت باندی خادم المفسد ین روږدی کړی چی اوس ملت ته مصیبت ګرځیدلی
    خو کله چی ددی مفسدینو نه حساب او قانونمندی وغوښتل شی بیا ددومره امتیازاتو او فسادونو سره وایی ، نحن مصلحون ، نو باید پدی ۱۵ کالو فساد کی نور ، آزموده را آزمودن خطاست ، مؤمن حکام اوملت دی نور دا لیوان مهار او باغ وحش کی وتړی ،او ټول دا متخصص غله یا د غلو وارثین ، انحصارګر تنظیموال چی د دی ټولو ربړو اصلی عوامل دی، غیر مفید تنظیمونه چی بی له غلا ، جنایت او معاملی بل ظرفیت نلری، رول یی ختم او ملت تری آزاد کړی لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم په مبارک حدیث کی داسی فرمایی :
    من مشی مع الظالم لیقویه وهو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
    نو استاد عطا که ځان مجاهد بولی دا امتیاز هم و ګټه چی د اظلم الناس ملیشی سره ملګری مه کوه.
    مګر دی قضایاوو کی ولی ورثة الانبیاء غلی دی ، ډالر که موقف؟
    خو پدی ایمان ولری چی خدای جل جلاله تر هر چا ښه اجرورکوونکی دی ، کتمان د حق د بی غیرتو معامله ګرو کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *