تاند- د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات نن /یشکنبه/ په دوهمه ورځ په ۱۴ ولایتونو کې ترسره کېږي.
د رای ورکولو بهیر د سهار په ۹ بجې پیل شو خو خلک چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تېرې شپې له پرېکړې نه ول خبر، سهار اووه بجې د رای ورکولو د مرکزونو مخته کتار ودرېدل.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تېره شپه ۱۱ بجې یې اعلان وکړ چې سبا یعني نن سهار ۹ بجې به د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شي.
نن په ۱۴ ولایتونو کې ۴۰۱ رای مرکزونه پرانیستل شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تاییدوي چې ۴۰۱ انتخاباتي مرکزونه بند پاتې شول یا ناوخته پرانیستل شول.
نن تراوسه پورې په بایومیتریک سیستم، او د لیستونو په برخه کې ستونزه نه ده لیدل شوې.
پرون له بایومیتریک سیستم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو نه بلدتیا او د رای ورکوونکو د لیستونو ګډوډي سبب شوه چې خلک د معمول خلاف ډېر منتظر پاتې شي.
سره له دې چې په کندهار او غزني ولایتونو کې انتخابات نه دي شوي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اټکل کوي چې له څلور نیم تر ۵ ملیون افغانانو به خپلې رایې کارولي وي.
د دې انتخاباتو لپاره نژدې نهه نیم ملیون رای ورکوونکو نومونه لیکلي و،