تاند- د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوالو سیالیو ته د تیاري په لړ کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو دوهمه یو ورځینۍ سیالي په دوبۍ کې روانه ده.

پچه اماراتو ګټلې وه او پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. په تېره مسابقه کې چې افغانستان پچه ګټلې وه په خپله یې لومړی د بیټنګ کولو پرېکړه کړې وه.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۸۰ منډې جوړې کړې او سیال ټیم ته یې ۲۸۱ منډې هدف وټاکه.

په دې لوبه کې نوروز منګل خورا ښه وځلېد. ده په ۱۲۳ توپونو ۱۲۹ منډې وکړې.

لفسر ځاځي بیا په ۸۳ توپونو ۵۱ منډې وکړې.

لاندې د مسابقې شېبه په شېبه حال دی.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهمه یو ورځینۍ مسابقه په دوبۍ کې روانه ده.

بیټنګ افغانستان پیل کړی او په ۴۶ اورونو کې یې ۲۴۱ منډې جوړې کړي دي. د افغانستان ۵ لوبغاړي سوځېدلي. حاضردمه نوروز منګل او کلبدین نایب بیټنګ کوي. منګل ډېره ښه لوبه کړې. سلیزه یې پوره کړې.

ګلبدین نایب وسوځېد، پر ځای یې میرویس اشرف راووت. نوروز منګل تراوسه په ۱۱۷ توپونو ۱۱۶ منډې کړي دي.

د افغانستان د منډو شمېر اوس ۲۴۴ دی، ۴۶ اور روان دی. ۶ لوبغاړي سوځېدلي دي.

داسي ښکاري چې په نننۍ مسابقه کې به افغانستان تر تېرې هغې یو څه زیاتې منډې وکړي. په تېره مسابقه کې د افغانستان ټیم ۲۴۸ منډې کړې وې.

داسي ښکاري چې په نننۍ مسابقه کې به افغانستان تر تېرې هغې یو څه زیاتې منډې وکړي. په تېره مسابقه کې د افغانستان ټیم ۲۴۸ منډې کړې وې.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۶۵ اوس ۴۷ اور روان دی.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۶۵ اوس ۴۷ اور روان دی.

د افغانستان د منډو اوسط په هر اور کې ۵ اعشاریه ۶۸ دی.

نوروز منګل د لوبې له پیله میدان ته راوتلی. عثمان غني نن هم ژر وسوځېد. یوازې ۷ منډې یې په ۱۵ توپونو جوړې کړای شوې.

افسر ځاځي په ۸۳ توپونو ۵۱ منډې وکړې، محمد نبي په ۱۵ توپونو ۱۵ او اصغر ستانکزي په ۲ توپونو ۱ منډه وکړه. سمیع الله شینواري په ۲۸ توپونو ۲۵ او کلبدین نایب په ۱۴ توپونو ۲۰ منډې وکړې.

د اماراتو بیټنګ

حمید حسن اماراتي لوبغاړی وسوځاوه

د امارتو دوهم لوبغاړی وسوځېد.

۴ اماراتي لویغاړی د محمد نبي له لوزي وسوځول شو
امارات په ۱۲ اورونو کې ۶۵ منډو ته اړتیا لري؟ ۶ لوبغاړي هم لري
محمد نبي ښه بالینګ کوي. ده په ۶ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړي او یو لوبغاړی یې سوځولی دی
دولت ځدراڼ هم ښه لوبه وکړه. ۳ لوبغاړي یې سوځولي، په ۷ اورونو کې یې ۱۷ منډې ورکړي
امارات په ۱۱ اورونو او ۳ توپونو ۶۴ منډو ته اړتیا لري
که د اماراتو خرم خان وسوځي ممکن نور لوبغاړي یې ژر ژر وسوځي
خرم خان تراوسه اماراتو ته په ۱۰۳ توپونو ۹۴ منډې کړي دي
د اماراتو د منډو شمېر ۲۱۷ دی
امارات زیات لوبغاړي لري او د منډو اوسط یې تر اړتیا یو څه لوړ دی دا دواړه خبرې د دغه ټیم د بري چانس زیاتويچ
اوس د اماراتو د منډو شمېر ۲۲۷ دی لس اورونه او ۳ توپونه لري
امارات باید ۵۳ منډې په ۶۲ تپونو وکړي
خرم خان سلیزه پوره کړه
ده په ۱۰۸ توپونو ۱۰۲ منډې کړي دي
امارات په هر اور کې ۵/۱۰ منډو ته اړتیا لري د منډو اوسط یې اوس ۵/۸۲ دی
امارات اوس ۵۸ توپونه لري خو ۴۷ منډو ته اړتیا لري
امارات ۶ لوبغاړي لري. په ۴۷ توپونو ۳۹ منډو ته اړتیا لري
اوس امارات په ۴۵ توپونو ۳۴ منډو ته اړتیا لري
حمید حسن او میرویس اشرف بالینګ کوي
 امارات په ۳۲ توپونو ۴۰ منډو ته اړتیا لري
د منډو اوسط یې تر اړتیا لوړ دی. اوس د اماراتو د منډوشمېر ۲۵۰ شو. په ۳۹ توپونو ۳۱ منډو ته اړتیا لري.
امارات په ۳۶ توپونو ۳۰ منډو ته اړتیا لري. هدف ته رسېدل یې ګرانه نه ښکاري ځکه چې ۶ لوبغاړي لري.
ثاقب د اماراتو لپاره په ۲۰ توپونو ۸ منډې کړي. خو خرم تراوسه په ۱۲۶ توپونو ۱۲۰ منډې کړي دي.
اوس امارات په ۲۴ توپونو ۲۵ منډو ته اړتیا لري
اماراتي لوبغاړي دوهم بري ته ورلنډ شول. ۲۲ منډې ورته پاتې دي
۳۱ توپونه او یوازې ۲۲ منډې
دا د اماراتو د ټیم له لوري افغانستان ته دوهمه ماتې ده.
د اماراتو د منډو شمېر ۲۶۱ دی. ۲۰ منډو ته اړتیا لري- ۲۶ توپونه لري
اماراتي لوبغاړي سره له دې چې ۶ ویکټونه لري، په ۲۴ توپونو ۱۶ منډو ته اړتیا لري
خرم خان د اماراتو لپاره ۱۶ څلوریزې وهلي دي. ده تراوسه ۱۲۴ منډې کړي دي.
امارات په ۱۵ توپونو ۷ منډو ته اړتیا لري
اوس ۶ منډې ورته پکار دي
۶ منډې – ۶ ویکټونه او ۱۳ توپونه
۵ منډې او ۱۲ توپونه
 امارات یوازې ۳ منډو ته اړتیا لري
خرم تر پایه ونه سوځېد
اماراتو د افغانستان ټیم ته په ۶ ویکټونو او ۱۰ توپونو ماتې ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *