په دوه اړخیزه سیمه یی تفاهم کې د رسنیو ونډه: د یو ورځنې کنفرانس عنوان دی چې د قوس میاشتی په ۲۲ نیټه چې د نومبر میاشتې له ۲۳ نیټې سره سمون خوری د کندز ټولنیز او رسنیز مرکز (میدیوتیک) لخوا په لار اچول شوی وو چې په دغه کنفرانس کې د شمالختیزو ولایتونو خبریالانو او د رسنیزو کارونو فعالان چې شمیر یی له ۴۰ تنو څخه ډیر وو ګډون کړی وو.
برنامه د قران عظیم االشان د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه: په سرکې د شمال او شمالختیز زون کې د میدیوتیک دفتر همغږی کونکې عبدالله رسولی خبری وکړی او دیاد کنفرانس اصلی موخه یی ( په دوه اړخیزه تفاهم کې د رسنیو ونډه په ګوته کړه.
رسولی وایی: دا کنفرانس د رسنیو دفعالانو د نظریو او وړاندیزونو شریکولو لپاره لمړنی ګام دی چې د ملی کنفرانس د بډاینی لپاره په کندزکې په لار اچول شوی دی.
رسولی وایی دی کنفرانس پسی وروسته نیږدې ده چې د روان کال د دسمبر میاشتی په ۱۱ او ۱۲ نیټه په یاده موضوع یو ملی کنفرانس په کابل کې ترسره شې.
په یاد کنفرانس کې به دهیواد له ډیری ولایتونو مدنی او رسنیز فعالان او همداشان د څو ګاونډیو هیوادونو استازی (جرمنی او د یو شمیر لری او نیږدو ګاونډیو هیوادونو استازی ګډون وکړی.
د رسنیزو او مدنی چارو کارپوه او په شمالختیځ زون کې د دویچه ویلی رادیو د برنامو همغږی کونکې
محمد صابر یوسفی، د سیاسی علومو او حقوقو پوهنځې استاد عبدالحمید ایماق د د دوه ړخیزه سیمه ایز تفاهم په تعریف، اړتیا او پر اهمیت رڼا واچوله، همداشان لیکوال او شاعر عتیق الله ساحل د د هیوادنی تفاهم د تعمیم او تحقق په اړه د رسنیزو کارونو پر عملې تجربو د کنفرانس ګډون والوته معلومات ورکړل.
همداشان د تفاهم د تعریف او زمونږ برداشت له یادې موضوع څخه، د رسنیو ونډه د سیمه ایز تفاهم په ترویج کې، د خلکو ترمینځ د اطلاعاتو شریکول او اطلاعاتو ته د لاس رسې امکاناتو برابرول، په تفاهم کې د خلکو او مدنی بنسټونو ونډه، د دولتونو رول سوله ایز ژوند په تفاهم کې هغه موضوعات وو چې دبرنامې ګډون کونکو لخوا په ګروپی کارونو سره وڅیړل شول، او د ګروپی کارونو پایله د هریو ګروپ د استازی لخوا د کنفرانس ګډون کونکوته وړاندې شوه.
د یادونې وړده چې دیته ورته کنفرانسونه په خوست، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار او د پاکستان هیواد په خیر پښتونخوا د رسنیزو او مدنی کارونو د فعالانو لخوا په همدی نیټه ( دنومبر میاشتې ۲۳) د میدیوتیک د سیمه ایزو دفترونو لخوا ترسره شوی دی،
نقیب الرحمن شمسزی
کندز