خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٧-٨
کندهار، افغانستان- په بولدک ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو پر پوستې د بريد په پايله کي پنځه وسله وال مخالفين وژل سوي دي.
وسله والو مخالفينو نن د ډيورنډ له پوري غاړي د افغان سرحدي ځواکونو پر امنيتي پوستې بريد کړى چي په پايله کي يې پنځه وسله وال مخالفين وژل سوي او يو سرحدي پوليس ټپي دى. ياده پېښه د بولدک ولسوالۍ په تنګيسو کارېز سيمه کي رامنځته سوې ده.
بل خوا د کندهار د غورک ولسوالۍ په نرم او ګرمابک سيمو کي نن سهار د امنيتي ځواکونو له لوري تصفيوي عمليات سوي چي پنځه وسله وال مخالفين پکي وژل سوي دي. د يادو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو پنځه ميله کلاشينکوفونه هم نيول دي.
د عملياتو پر مهال دوه ملي پوليس سطحي ټپيان سوي دي.