تاند- په هرات کې نن څو پېښې وشوې. د یوه موټر او یوه کانتینر د ټکر له کبله ۲۴ تنه مړه او څلور نور ژوبل شول.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو قومي مشر وویشت. د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې یې بیا د یوه ښوونځي پر نجونو زده کوونکیو ډزې وکړې.
د هرات ولایتي چارواکي وايي چې د شخصي موټر او کانتینر ترمنځ ټکر د هرات ښار او اسلام کلا ترمنځ په لویه لاره شوی دی. اسلام کلا د ایران په پوله کې د افغانستان بندري ښارګوټی دی.
له اسلام کلا ورهاخوا د ایران په خاوره کې څوارلس تنه هغه مهال مړه شول چې د افغان کډوالو د سپرلیو موټر له یوه ایراني موټر سره ټکر شو.
د ایران خبري اژانسونه وايي چې په دې ټکر کې، چې د ایران د جنوب په داراب سیمه کې شوی، د یوه ایراني په شمول ۱۴ افغان کډوال مړه شوي دي.
له بلې خوا د هرات چارواکو نن وویل چې وسله والو کسانو په شینډنډ ولسوالۍ کې پر یو شمېر نجونو، چې له ښوونځي څخه کور ته روانې وې، ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یوه زده کوونکې ټپي شوې ده.
د هرات په یوه بل خبر کې د ملي اردو د ځواکونو د یوه ویندوی له قوله ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په شینډنډ ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال سخت دریځي وژلي دي.
په هرات کې د ملي اردو د ځواکونو ویندوی نجیب الله نجیبي وویل چې په وژل شویو طالبانو کې د شینډنډ لپاره د طالبانو ولسوال هم شامل دی.