تاند- په نیمروز او پروان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۶۶ تنه تنه ژوبل شوي او یو تن مړ شوی دی.
د راپورونو له مخې نن سهار وختي د زرنج – دلارام پر سړک د خاشرود په ولسوالۍ کې د سپرلیو موټر له یوه باري موټر سره ټکر شو چې په نتیجه کې یې یو تن ساه ورکړه او ۵۰ نور ژوبل شول.
د خاشرود ولسوال وویل چې د ټپیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
له دې پېښې جلا په پروان ولایت کې شپاړس تنه په ترافیکي پېښه کې ټپیان شول.
د پروان د والي ویندوی واحد صدیقي وویل چې دا پېښه نن چاریکار ته نژدې د پُل مټک په سیمه کې وشوه.
د صدیقي په وینا د سپرلیو بس هغه مهال د چلوونکي له کنټروله ووت چې موټر یې د سړک یوې کنډ وکپر برخې ته ورسېد. ده وویل چې بس له ونې سره ټکر شو او په نتیجه کې یې شپاړس سپرلۍ ژوبلې شوې.