تاند- افغان چارواکي وايي چې د وسله والو یاغیانو په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه ووژل شول.

د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل، شپږ پولیس او قومندان یې نن په پل علم کې په یوه ځانوژونکې حمله کې ووژل شول.

ده وویل چې ځانمرګی د پولیسو په یونیفورم کې د پولیسو ودانۍ ته ننوت.

د دروېش په وینا په دې برید کې یو ملکي ژوبل شو.

په دوهمه حمله کې، چې په ننګرهار کې وشوه، ۳ پولیس ووژل شول.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې دا درې پولیس په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.

طالبانو د دواړو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *