کله چې ولسمشر کرزی د ایران د روحاني مشر په دود د انتخاباتو دوه سربداله مدعیان د نتایجو له رسمي اعلان مخکې په ارګ کې د غونډو خونې ته وروبولي او په دې مباحثه یې ترمازیګره بوخت وساتي، چې د واک د انتقال د جشن تیاری څنګه ونیسو، نو زما په څير له ډېرو خلکو سره ددې وېرې پیدا کېدل، چې ټاکنې به نتیجه ورنکړي کومه غلطي نده. ګڼ نور شواهد د ټاکنو د پایلو د سلامت او د حکومت د کردار په هکله اندېښنې زيږوي، خو له دې سره سره که دویم دور ټاکنو ته د حکومت ملاټیټه شوه او د ولسواکۍ لپاره د سرکار د احترام روحیې څه تغیر وکړ، نو د شپږو کرکټرونو رول په دویم دور کې د غور وړ دي:
۱- زلمی رسول: د انتخاباتي تکټونو د تعریف پراساس زلمی رسول دهغو کاندیدانو په ډله کې راځي، چې په لومړي دور ټاکنو کې لوبېدلی نه، لوبول شوی دی؛ د لوبول شوي کاندید د رایو پرېکړه تر کاندید زیاته د کمپاینرانو یا حمایت کوونکي په لاس کې وي.
د زلمی رسول رایې د نوموړي په ادرس دویم دور ټاکنو ته محاسبه کول د مٌتلف تیروتنه ده. د زلمي رسول د پریکړې خلاف د حزب د شورګانو رهبرۍ اقدام د زلمي رسول د تجرید لومړی بېلګه وه، له عبدالله سره له ایتلافه د ضیامسعود بایکاټ دویم بالعفل خطر دی او د عبدالله د ناکامۍ په پار په زلمي رسول د ولایتي چارواکو په دې دلیل راټولېدل، چې نوموړی د ولسمشر کرزي کاندید دی او اوس یې باور زیانمنېدل بل هغه فکتور دی، چې په بل دور ټاکنو کې د ښاغلي رسول رول ننګوي.
۲ – ضیا مسعود : په شمالي ټلواله کې ژور درځونه د انتخاباتو تر تیاري ډیره سابقه لري، کله چې د جمعیت ګوند مشرانو د استاد رباني د ځای ناستي ټاکنه کوله، نظار شورا په څلورو لارو وویشل شوه. له سیاف سره د اسماعیل خان او له زلمي رسول سره د ضیامسعود یوځای کېدل د اقتدار له سیالۍ زیات عبدالله عبدالله او عطامحمد نور ته د جمعیت د دوو محرومو میراث خورو ځواب وو. زلمي رسول ته د احمدشاه مسعود د ارمانجنو یو مقدار رایه لوېدلې ده، خو دا رایه په دویمو ټاکنو کې په هېڅ صورت د عبدالله نده، دا رایه یا بایکاټ ده او یا د عبدالله مخالف ته درومي. د مسعود له کورنۍ سره د عبدالله او عطا محمد نور پهلواني اوس زور اخلي او هغه شبنامې چې د ضیامسعود د رټلو لپاره د پنجشیر په دره کې خورې شوې دي، خپل ځواب غواړي.
۳ – کریم خلیلي : په هزاره تنظیمونوکې د نورو هغو خلاف یو د مکث ټکی داو، چې د مزاري له مرګ وروسته د رهبرانو بېلتون یې له سلیقو لوړ پاتې شو، که څه هم د مزاري په غالۍ درې کسان ناست دي، خو له متفاوتو ادرسونو یې د نفوذ جلا حوزې جوړې کړې وې. داځلي ټاکنو په هزاره تنظیمونو کې هم دې معمول ته جدي ټکان ورکړی دی. د هزاره وګړو زیاته رایه د محقق په ادرس دعبدالله عبدالله صندوقونو ته لوېدلې ده، البته چې دخلیلي د پلویانو زیاته رایه هم د محقق په ادرس وکارېده. د محقق لپاره د هزاره وګړو په مشترکه حوزه کې له خلیلي سره د نفوذ د زبات سیالۍ تر ټاکنو لومړیتوب درلود، دغه سیالي د لومړي ځل لپاره د محقق په ګټه تمامه شوې ده. په دې سیالۍ کې د خليلي د پاتې راتګ یو لامل له محقق سره د سرور دانش او حبیبه سرابي په څیر د کمزورو او بې نفوذه هزاره کسانو لوبول وو. سرچينه وايي، خليلي د دویم دور انتخاباتو په اړه د کميسیونونو پرېکړې ته انتظار باسي، خو په پام کې لري، چې دویم دور ټاکنو ته له خپل دولتي مقامه استعفا وکړي او عملا صحنې ته راودانګي. په دې صورت کې د هزاره وګړو د رایو انجام د تېر په څير د عبدالله عبدالله په خیر ندی. د هزاره قومي ترکیب پر بنیاد که راډيکال هزاره وګړي، د محقق توندو شعارونو متاثر کړي، خو داسې خلک په هزاره حوزه کې مطلق اکثریت دي، چې د خليلي د نرم سیاست ابدي منندوی یې ګڼلای شو.
۴ – ګل اغا شېرزی: د افغانستان په ټاکنو کې د پیسو زور په ارماني رایو غمېدلی دی، له بده مرغه دغه بدمعمول یو دوه لسیزې نور هم دوام کولای شي. په وروستیو ټاکنو کې ګل اغا شیرزي ته رایه ارمان او ابادۍ ته د خلکو له تمایل سره مترادف نشو ګڼلای. شیرزي ته د بنډلونو د کاندید اصطلاح کارول له سیاسي ادبیاتو سره زیاتی ندی، نه په قومي لحاظ د شیرزي متعلقین دومره پریوتي، چې په هیواد کې دده ساری ونه ویني او نه یې سیاسي ماضي داسې وه، چې په فکر او طرحه یې خلک راټول شوي وي. په کندهار کې لاهم د ځينو قبیلوي رایو د حوزو موجوديت یو حقیقت دی، خو د عبدالله عبدالله له خوا د شیرزي په دې تمه ورخپلول چې د ملا نقیب د زوی په څېر د رایو قبیلوي بلاک جوړ کړي او عبدالله ونازوي، د ښاغلي شيرزي په هکله د همګرایۍ غلط سنجش دی.
شیرزی د خپلو مالي لګښتونو په تلافي پسې وځغست، یوه سرچينه وايي، په لومړي دور ټاکنو کې نوموړي خپل یو مرستیال په یولک امریکايي ډالره ملتیا ته اړویست، د شیرزي لګښتونه جبیره کول او شرايط منل همګرایۍ ته د نوموړي تر موثریت په مراتبو تاواني ایسي.
۵ – استاد سیاف: له لومړي دور ټاکنو یوولس ورځې وړاندې یوه غرمه د بلخ والي له استاد سیاف سره د هغه د کمپاین په یو مرکز کې د عبدالله له اړخه د خودګذرۍ یوه جرګه رهبري کوله، عطا محمد نور د مجاهدینو ددریځ په توحید ټينګار کاوه او ظاهراً یې ښوودله، چې حتی که مرکچیان یې مناسبه وګڼي، عبدالله به د سیاف په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس واخلي، خو په حقیقت کې لابي له سیاف غوښتل، چې له عبدالله ملاتړ وکړي. بحث هغه مهال نور هم بې خونده شو، چې ښاغلي نور د سیاف په هکله د لودیځوالو دبد نیت خبره راپورته کړه. د سیاف دریځ واضح و، (( که څوک له ماڅخه ملاتړ کوي، راځي دې.))
استاد سیاف دجهادي رهبرانو له ډلې یوازینی دی، چې د خپل ثابت موقف په ساتنې یې په تېرو دوولسو کلونو کې د حزب اسلامي او جمیعت په شمول له نورو تنظیمونو ګڼ ناراضي محلي قوماندانان ورخپل کړای شول. له همدې کبله نوموړی په غیرپښتانه جهادي چاپېریال کې هم محبوبترین کرکټر ګڼل کېدای شي. په ټاکنو کې تر بریالیتوب زیات ښاغلی سیاف د خپلو یارانو ساتنې ته اهمیت ورکوي. هم له ډاکتر غني او هم له عبدالله څخه د ملاتړ په صورت کې نوموړی خپل یوه ډله ملاتړي له لاسه ورکوي، له شواهدو ښکاري، چې سیاف به په دویم دور ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي او دغه دريځ به د دعوت ګوند د بقا لپاره کمینانه وي.
۶- حکمتیار: په دویم دور ټاکنو کې د قطب الدین هلال رایې د افغان انتخاباتو ترټولو سرګردانه رایې دي؛ د ارغندیوال په مشرۍ د حزب پرضد د قطب الدین هلال لوبول لااقل د شمشتو حزب ته زمینه مساعده کړې وه، چې خپله کینه په سیاسي طریقه سړه کړي، مګر په دویم دور ټاکنو کې د شمشتو حزب اعلامیې، له ټاکنو بایکاټ، د خپلو محافظه کارو پلویانو راپارول او د نورستان او غزني په څير په ځينو ولایتونو کې د ارغندیوال او محمدخان د نفوذ په حوزو حتی وسله وال بریدونه د اټکل وړ دي. په سیاسي صحنه کې په زیات شمیر دداسې حزبیانو په فعال حضور کې هم شک نشته، چې د شمالي ټلوالې ځینو شمال میشت قوماندانانو ته د شخصي دښمنانو په سترګه ګوري، خو ددوی زیاترو یې په تېرو ټاکنو کې له زلمي رسول سره له دې کبله تعامل کړی و، چې د حکومت په نامه اوسنی حالت په نسبي ډول دوام پیدا کړي او یوازې د کرزي ځای ناستی بدل شي. اوس د زلمي رسول پرېکړه نشي کولای د دوی د دریځ استازولي وکړي.