سره غالۍ د یوه دیپلوماتیک عرف په توګه له ډیر پخوا د دیپلوماسۍ د نورو عرفونو په څیر د نړۍ په سیاست کې د تشریفاتو لپاره دخیله ده او د لوړ پوړو سیاسیونو لپاره، چې تر ډیره د امنیتې، سیاسې، اقصادې او نورو مسایلو پرمهال سیاسیونو ته د تود هرکلی او تشریفاتو لپاره کارول کېږي. که چیري کوم هیواد د بل هیواد لوړ پوړو سیاسیونو(ولسمشر، وزیرانو، د ملي شورا غړو او نورو) ته د ښه راغلاست پر مهال، سره قالینه نه وي هواره کړي نو کوربه هیواد به دمیلمنو ښه هرکلی نه وي کړی.

خو شنه قالینه نه دیپلوماتیک عرف دی او نه هم سیاسې مشرانو ته د تشریفاتو لپاره غوړول کېږي، مګر یوازي چین هیواد کې کلونه وړاندې د لومړی ځل لپاره د یوه والي ځانګړو تشریفاتو لپاره وغوړول شوه. دغه چینایې والي د اوبو او انرژۍ او د چاپیریال پاک ساتنې په برخو کې، ډیر او ښه کار کړی و نو د چینایانو فکر دا و، چې سره غالۍ خو په زیاترو مسایلو کې د دیپلوماتیکو تشریفاتو لپاره غوړېږي نو دا چې د اوبو او انرژۍ او چاپیرال پاک ساتنې په برخه کې یې بیله تګلاره غوره کړي وي او له بلي خوا شنه غالۍ یې د هوساینې، رڼا او امن د سمبول په توګه قیاس کړه دا چاره یې تر سره کړه او د شنې غالۍ په غوړولو سره یې د والي تشریفات وکړل.

اوس کلونه را وروسته دري ورځې وړاندې د دوهم ځل لپاره هم دا دی شنه قالینه د تاجکستان هیواد له لوري افغان ولسمشر اشرف غنې ته په هغه هیواد کې، د ښه راغلاست او دیپلوماتیکو تشریفاتو په موخه و غوړول شوه. که څه هم دغه هیواد ته د افغان ولسمشر تګ د کاسا زر پروژي د دویم پړاو پرانیستې او دارنګه ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرو اترو په موخه و، مګر د تاجکستان هیواد له لوري جمهور ریس محمداشرف غنې ته د شنې غالۍ غوړول، هم ښایي په همغه موخه وي لکه څنګه چې د چین وه.

که څه هم یو ډول پوښتنې را ولاړي خو بیا هم د سیاسې عرفونو له پلوه نوی عمل کېدلی شي. ځکه که وګورو مونږ او تاسې په عادې ژوند کې هم له سرو کرښو او سرو رنګو سره یو ډول حساس یو او د خطر نښه راته ښکاري. په امنیتې او نورو ورته مسایلو کې که سره قالینه حواره شي د منطق له مخي هم سره ښه اړخ لګوي، ولي د اوبو او انرژۍ او دارنګه د چاپیریال پاک ساتنې په برخه کې د پرمختګونو پرمهال باید هم په تشریفاتو کې له امنیتې هغو سره یې توپیر  وي.

شنه قالینه یو ښه نوښت دی که په همدې موضوعاتو کې سیاسیونو ته د تشریفاتو لپاره وغوړول شي نو د وخت په تیریدو سره به یو نوی او ښه عرف په دیپلوماتیکو عرفونو کې ورزیات شوی وي، مګر دلته یوه پوښتنه د پام وړ ده او هغه دا چې، که چین د شنې قالینې څخه استفاده کړي نو هغه والي زیات کار کړی و وروسته یې تشریفات شوي، ولي افغانستان یو داسې هیواد دی چې په یادو برخو کې کاملأ له ستونزو سره عملأ مخ دی.

نو ویلی شو چې تاجکستان له وخت نه وړاندې شنه قالینه د ولسمشر غنې د تشریفاتو لپاره غوړولی. دومره بده هم نه ده که په همدې موخه وي بیا یې ډیر پر ځای اقدام کړی خو کیدای شي ووایو د دې هیواد کوم بل راز به هم پکې و، ځکه اول باید افغانستان د اوبو اوانرژۍ او چاپیریال پاک ساتنې په برخه کې په ځان بسیا شي کنه لږ تر لږه د نورو له ډیر احتیاجه خو خلاص شي. بیا د شنې غالۍ هوارول د ځانګړو دیپلوماتیکو تشریفاتو په برخه او ځانګړي وخت کې، چې د نړۍ په هیوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان په یادو برخو کې پرمختګ کوي، نو که شنه غالۍه وغوړل شي نو ښه به وي او پدې سره به د چین له لوري د شنې غالۍ غوړول پهپه دیپلوماتیکو دودونو کې یو نوی دیپلوماتیک عرف ور زیات شوی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *