په ديني نصوصو کي دا خبره شوې چي هر دين د انساني سوکالۍ لپاره راغلی (المائده: ۱۶، الاحزاب: ۴۳) او په دې اصل اوس پوهان هم پوه شوي چي د دين په شمول هر ارزښت د انسان لپاره دی، نه داسي چي انسانيت دي د ارزښتونو قرباني شي.

خو له قراني اياتونو څخه د يو شمېر ډلو ناسم برداشتونه، په رسول الله پسي تړل شوي روايات او يو شمېر غیر شرعي سرچينو ته د ځينو فکري مکتبونو له لوري زیاته پاملرنه د دې سبب شول چي په دين کي مطلق انسانيت ته د درنښت او احترام نصوص د خلګو له پامه ولوېږي. حتا داسي لا هم شوي چي که انسانيت ته د درنښت خبره مطرح کړې، نو اسلامکاري يې د ځانګړو قضيو په نصوصو د دې عمومي ضوابطو ترديد کوي او غواړي اسلام د خشونتګر او نفرت اچونکي دين په توګه معرفي کړي چي په دې کي دوئ خپلې شخصي ګټې لټوي.

قران کريم د اسراء په مکي سورت کي هم دا اعلان کړی چي اسلام ټول انسانيت ته په درنه سترګه ګوري او د الهي مخلوق پر ډيرو اجناسو يې غوراوی ور کړی. قران کريم وايي:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا (الاسراء: ۷۰)

ژباړه: او بېشکه موږ انسان ته عزت ور کړی، په وچه او لنده کي مو د تلو توان ور کړی، پاک خواړه مو په ورزي ور کړي او پر ډیری هغو مخلوقاتو مو پوره فضیلت ور کړی چي موږ پيدا کړي.

د قران کريم دې ايت ثابته کړه چي هر انسان ته الله عزت ور کړی، هر انسان يې یاد کړی چي د نورو مخلوقاتو پر ډېرو صنفونو غوراوی لري او دلته د ژوند لپاره الله ټولو ته پوره انتظام کړی. قران دا هم وايي چي انسان ته مو ډېر ښه جوړښت ور کړی. لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (التين: ۴) بېشکه انسان مو په ډېره ښه بڼه پيدا کړی. يو بل ځای قران پاک د رسول په ژبه هغو کسانو ته چي ایمان نه راوړي د سلامتیا پيغام وړاندي کوي. وَقِيلِهِ يَا رَبِّ إِنَّ هَؤُلَاءِ قَوْمٌ لَا يُؤْمِنُونَ (88) فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ (الزخرف: ۸۸، ۸۹)

او وویل شول چي ای زما ربه! بېشکه دا قوم ایمان نه راوړي. نو ته مخ ځني واړوه او ووایه چي (پر تاسو دي) سلام وي، ژر به پوه شئ.

بل لور ته قران پاک په مديني سورتونو کي هم دا توصیه کړې چي ټول انسانان د احترام وړ دي. يو ځای وايي: وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ (القصص: ۵۵)

او دوئ ویل: موږ ته خپل اعمال دي او تاسو ته خپل، پر تاسو دي سلامتیا وي موږ (په دې قضيه کي) له ناپوهانو سره ځان نه ښکېلوو.

په دې سورت کي پر الله د ایمان بحث شوی دی. د مسلمان او نامسلمان تر منځ بحث دی چي په اخیر کي مومنان هغوئ ته وايي، تاسو ته ښه ژوند غواړو خو په کوم څه چي موږ پوهېږو نور نه غواړو چي د هغه شي له حقیقته د ناخبرو کسانو له ډلې سره بحث و مباحثه وکړو. دلته له جاهلين څخه هدف مطلق ناپوهان نه دي. بلکي هدف دا دی چي تاسو زموږ د ایمان او کتاب له حقیقت څخه ناخبره ياست، له دې امله نو هغه څوک چي د ایمان په حقیقت نه پوهېږي، موږ ور سره بحث نه کوو.

يو بل ځای هم قران پاک وايي: وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا (البقره: ۸۳)

ژباړه: او موږ له بني اسرايلو ژمنه واخیسته چي یوازي د الله عبادت به کوئ، له مور و پلار، خپلوانو، یتیمانو او مسکينانو سره به ښه کوئ او ټولو انسانانو ته ښه خبرې کوئ.

ټول انسانيت ته درنښت او ټولو انسانانو ته سمې خبرې د ټولو اسماني ادیانو مشترک ټکی دی، چي قران پاک موږ ته هم د دې توصیه کړې او په دې ضمن کي يې دا یادونه هم کړې؛ چي نور امتونو مو هم په دې ټکی امر کړي ول او تاسو هم بايد دې مهم او له ارزښته ډک ټکي ته پام وکړئ.

پيغمبر علیه السلام د يو رسول په توګه دنده در لوده چي د قران په احکام عمل وکړي او خلګو ته په وینا او عمل دواړو تشویق ور کړي. بخاري او مسلم له سهل او قیس رضی الله عنهما څخه روایت کړی چي له رسول الله سره نژدې د يهودي جنازه تېرېده، رسول الله ورته ولاړ شو، نو دوئ وویل:

إِنَّهَا جِنَازَةُ يَهُودِيٍّ، فَقَالَ: «أَلَيْسَتْ نَفْسًا»(بخاري: ۱۳۱۲) یقینا دا د یهودي جنازه ده. رسول الله وویل: ایا انسان نه دی؟  له دې څخه ښکاري چي رسول الله د هر دين د پيرو پوره درناوی کاوه او په عملي توګه يې خپل اصحاب همدې ته رابلل چي د مطلق انسانيت احترام او درناوی وکړي. له دې امله يې نو عام امر کړی چي:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا، وَلاَ تُنَفِّرُوا»(بخاري: ۶۹)

ژباړه: انس له رسول الله روايت کړی چي ده ویل: اساني کوئ سختي مه کوئ، زیری ور کوئ نفرت مه خپروئ.

دا حدیث موږ ته د ژوند په هره برخه کي د اساني، له خلګو سره د ښه ژوند، اخلاقو، سمې وینا، سم عمل، خلګو، ملي، قومي، انساني او بین المللي ارزښتونو ته د احترام سبق راښيي. که يو څوک د دين په نوم نفرت خپروي، نو پوه شئ چي د دين په روح نه دی پوه شوی. که څوک د اساني پر ځای سختي کوي، نو خپله ثابتوي چي د رسول الله تګلاره يې نه ده عملي کړې. که څوک د سمو خبرو پر ځای بد رد وايي نو د قران په وینا او امر يې عمل نه دی کړی. که څوک د عقیدې او باورونو له مخې له انسانانو سره د مینې پر ځای نفرت او کرکه لري، نو له پاس لاسوندو موږ ته په ډاګه کېږي چي دین او انسانيت ته د خیر پر ځای شر راوړي، د ګټې پر ځای تاوان پېښوي، د نيکي پر ځای بدي کوي، د خدای او د رسول له تګلاري پرته يې له ځانه جوړه تګلاره د عمل وړ بللې.

زبیر افغان

ډسمبر/ ۸/ ۲۰۱۶

One thought on “په دين کي انسانيت ته درنښت/ زبیر افغان”
  1. زبیر افغان صاحب!
    ډېره مننه. په ډېرې مهمې موضوع باندې مو لیکل کړي دي. په اوس وخت کې د بل هر دین ناپوه او ناخبره زمونږ دین باندې دا نیوکه کوي چې د انسانیت ضد دین دی، خو که مونږ د خپل قران او حدیثونو نه خبر اوسو، نو بیا د دوی ځواب په ورین تندي د ماخذونو سره ورکولای شو. ستاسو د لا زیاتو دیني لیکونو په هیله!

    په درنښت!

    حامد ننګرهاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *