تاند- په ظاهره په دغه انځور کې داسي نه ښکاري چې په هغه کې به څومره رنګونه کارول شوي وي خو د رنګونو د شمېر له پلوه په نړۍ کې ساری نه لري.
په دې انځور کې، چې د کمپیوټر په وسیله کښل شوی، څو سوه یا څو زره نه، بلکې ۷ ملیونه رنګونه ترکیب شوي دي.
دا انځور د هنګري د کمپیوټر یوه ډیزاینر یا طراح جوزیف فیجس جوړ کړی دی. ده ته د دومره زیاتو رنګونو د یوځای کولو په خاطره جایزه ورکړای شوې ده.