تاند- له نن څخه ۷۰ کاله پخوا د ۱۹۴۵ م کال د اګست په اوولسمه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدا سره په یووخت د اندونیزیا د ازادي غوښتنې مبارز احمد سوکارنو د خپل هیواد خپلواکي اعلان کړه خو څلور کاله وروسته اندونیزیا له هالنډ څخه د خپلواکۍ په ترلاسه کولو بریالۍ شوه.

هالنډیانو په ۱۵۹۶ م کال اندونیزیا ته ۴ سوداګري بېړۍ ولېږلې او له دغه هیواد سره یې تجارتي راکړه ورکړه پیل کړه. کله چې دغو بېړیو هالنډ ته صحي مسالې یووړې، هالنډ وپتېیله چې له اندونیزیا سره د سوداګرۍ لپاره منظم تشکیلات جوړ کړي.

هالندیانو په ۱۶۰۲ م کال د ختیځ هند هالنډي کمپنۍ جوړه کړه. جنګي بېړیو به تجارتي بېړۍ تر اندونیزیا پوري بدرګه کولې.

هالنډیانو پوره هڅه کوله چې نور بهرنیان د اندونیزیا له ټاپوګانو سره اړیکې ونه لري. دوی لومړی په اوولسمه پېړۍ کې د جاکارتا سیمه، چې اوس د اندونیزیا پلازمېنه ده، ونیوله او پر هغې یې باتاویا نوم کېښود.

د اندونیزیا پاچا، سلطان اکونګ د هالنډیانو سخت دښمن و. ده په ۱۶۲۹ میلادي کال پر باتاویا د حملې لپاره ځواکونه ولېږل، خو هالنډیانو ښه توپونه لرل او د ده سرتېرو ته یې ماتې ورکړه.

له دې پېښې څه باندې ۱۲۰ کاله وروسته د جاکارتا خلکو د هالنډیانو پر خلاف پاڅون وکړ. د دوی دا پاڅون، چې په ۱۷۴۰ میلادي کال وشو، د هالنډیانو له لوري وځپل شو چې په لړ کې یې په لسګونو زره اندونیزیایان او چینایان ووژل شول.

د۱۷۹۹ م کال د دسمبر په یودېرشمه د ختیځ هند هالنډي کمپنۍ دېوالیه شوه او د اندونیزیا ټوله خاوره د باټاویا (جاکارتا) د هالنډي تشکیلاتو تر کنټرول لاندې راغله او سوداګري کمپنۍ یا شرکت پر مستعمراتي امپراتورۍ بدله شوه.

د اندونیزیا خلکو په ځلونو پاڅونونه وکړل خو نتیجه یې ورنه کړه.

دوی جاپانیانو ته هیله لرله چې د هالنډیانو له استعماره به یې خلاص کړي. په ۱۹۴۲ کې د هالنډ ځواکونه جاپانیانو ته تسلیم شول خو اندونیزیا له یوه استعمارګره بل ته په لاس ورغله چې تر لومړني بدتره و.

د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې، چې د امریکا اتومي حملو جاپان تسلیمېدو ته اړ ایست، د اندونیزیا خلکو د جاپاني پوځیانو پر ضد پاڅون وکړ. جاپانیان، چې کمزوره شوي وو، موافقه وکړه چې د خلکو د ارامولو لپاره سور او سپین بیرغ پورته کړي چې د اندونیزیا بیرغ و.

بالاخره جاپاني پوځیان په ۱۹۴۵ م کال د اندونیزیا له ټاپوګانو ووتل.

خو د ۱۹۴۵ م کال د سپټمبر په ۱۶ مه بریتانیايي او هالنډي پوځیانو په ګډه پر اندونیزیا حمله وکړه.

د اندونیزیایانو او هالنډیانو ترمنځ نښتو زور واخیست، بریتانیاوالو په دغه هیواد کې ځان ته چندان ګټې نه لیدلې، نو یې پرېکړه وکړه چې د مچیو له دې ځالې ځان ژر تر ژره وباسي. دوی د ۱۹۴۶ په نومبر کې ووتل.

هالنډیانو د دې شتمنې مستعمرې د ساتنې لپاره د اندونیزیايي مشترک المنافع ټولنې وړاندیز وکړ، خو اندونیزیاوالو ونه مانه. دوی یوازې او یوازې خپلواکي غوښته.

هالنډیانو د اندونیزیایانو د ځپلو لپاره ډېرې خوارۍ وکړې خو بالاخره د ۱۹۴۹ م کال د دسمبر په ۲۷ مه د اندونیزیا د خپلواکۍ منلو ته مجبوره شول.

د اندونیزیا ټاپوګان په ۸ سیمو وېشل شوي او هر یوه ځان ته واکمن لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *