تاند(جولای۱) ۲۷۹۱ کاله پخوا په دې ورځ د ۷۷۶ میلاد مخکې کال د جولای په لومړۍ نېټه په نړۍ کې د المپیک لوبې د لومړي ځل لپاره په یونان کې پیل شوې.

د المپیک نوم له المپ غره اخیستل شوی چې په یوناني اسطورو کې د زیوس رب النوع ځای دی. د المپیک لوبې د همدې غره په لمنه کې ترسره کېدې.

د المپیک ترلوبو مخکې هم یونانیانو سپورتي سیالۍ کولې.د المپیک د لوبو په شپو ورځو کې به د یونان د ښارونو ترمنځ جګړه منع وه او د دې لپاره چې مسابقې بې مشکله ترسره شي، اوربند به پوره رعایت کېده.

1که به چا د اوربند سرغړونه وکړه ، لوړه جریمه به ترې اخیستل کېده او که به یې جریمه پرې نه کړه یوناني تابعیت به ترې اخیستل کېده.

په لرغوني یونان کې د المپیک لوبوموده اووه (۷) ورځې وه او په هرو څلورو کلونو کې به یو وار المپیک لوبې کېدلې. د المپیک لوبو ترمنځ څلورکلنې فاصلې ته یې المپیاد وایه .

په المپیک لوبو کې د یونان د ټولو ښارونو لوبغاړو ګډون کولی شو خو که به چا کوم جرم کړی وو او یا به جریمه شوی وو، په دې لوبو کې د ګډون حق نه درلود.هرچا د لوبو د لیدلو حق درلود خو یوازې مېړوښې ښځې د لوبو له لیدلو محرومې وې.

د مسابقو ګډونوالو به لوړه کوله چې د مسابقو قوانین رعایتوي .په سیالیو کې درغلي کوونکو ته به سخته سزا ورکول کېده.

په اوومه ورځ به د ګټونکو پر سرد زیتون ونې د څانګې تاج ایښوول کېده اود زیتون غوړي به ورکول کېدل.

المپیک لوبو په لرغوني یونان کې څه باندې زر کاله دوام وکړ، تر دې چې د ختیځ روم امپراتورتیودوسیوس ،چې یونان یې د امپراتورۍ یوه برخه وه،دا لوبې منع اعلان کړې.

خو په ۲۸۹۶ کې له ۱۵۰۰ کاله ځنډ وروسته دا لوبې بیا دود شوې او لومړی پلا المپیک لوبې په ۱۸۹۶ ع کال په اتن ښار کې ترسره شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *