تاند- له نن څخه ۶۹ کاله پخوا د ۱۹۴۵ میلادي کال په همدې ورځ (د فبرورۍ څلورمه) د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې د تور سمندرګي په غاړه په کریمیا ټاپو وزمه کې د روسیې، امریکا او بریتانیا د مشرانو (ستالین، روزویلټ او چرچیل) په ګډون د یالتا غونډه جوړه شوه.
په دې ورځو کې د جرمني او جاپان په ماته کې نور شک نه و پاتې شوی.
د یالتا کنفرانس په لړ کې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د متفقانو مشرانو د جرمني او جاپان د برخلیک په اړه پرېکړه وکړه.
په حقیقت کې د روسیې مشر جوزیف ستالین، د امریکا ولسمشر فرانکلین روزویلټ او د بریتانیا صدراعظم وینسټن چرچل، چې ځانونه یې د جګړې فاتحان ګڼل، جنګي غنیمتونه او د نړۍ هیوادونه په خپل منځ کې ووېشل.

د متفقانو مشرانو په یالتا کې وپتېیله چې جرمني غیرنظامي او بې وسلې کړي، خاوره یې په ۳ برخو وویشي.
هماغه و چې د جرمني د خاورې یوه برخه یې فرانسې ته ورکړه او نوره یې په دوو هیوادونو وویشله.
دوی د نورو ارپايي هیوادونو په اړه، چې د نازي جرمني له نیواکه ازاد شوي ول، موافقه وکړه چې هغوی دې خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې د خپل برخلیک په اړه په خپله فیصله وکړي. البته له هغو هیوادونو او سیمو پرته چې شوروي اتحاد غوښتل د دغه هیواد له خاورې سره یوځای شي.

ستالین د خپلې ژمنې خلاف له اتریشه پرته د منځنۍ او ختیځې اروپا پر ټولو هیوادونو کمونستي رژیم په زوره تحمیل کړ.
په عین حال کې، څو ورځې مخکې تر دې چې امریکا د اتومي حملې په زور جاپان تسلیمېدو ته اړ باسي، شوروي اتحاد له فرصته په استفادې په لېرې ختیځ کې د جاپان د خاورې ځینې سیمې لاندې کړې چې تراوسه د روسیې په کنټرول کې دي.