ویلیم شکسپیر

له نن څخه ۳۹۹ کاله پخوا د ۱۶۱۶ کال د اپریل په ۲۳ مه د انګلستان او ممکن د نړۍ تر ټولو ستر ډرامه لیکوال ویلیم شکسپیرمړ شو.

دغه ستر لیکوال داسي څېرې لکه (هملت، اتللو، رومیو او جولیټ) په خپلو اثارو کې انځور کړي او ټولنې ته ورپېژندلي وې چې اوس د هغو د خیالي او تصویري اړخ په ځای حقیقي خلکو ته ثابت شوی دی.

شکسپیر د ستراتفورډ ښار په یوه شتمنه سوداګره کورنۍ کې زېږېدلی وو.

د هماغه وخت له دود سره سم، ده ته د ۱۵۵۴ کال د اپریل په ۲۶مه د سینټ ترینیتي په کلیسا کې د تعمید غسل ورکړای شو او نوم پرې کېښودل شو.

شکسپیر په همدې ښار(ستراټفورډ) کې په اتلس کلنۍ کې له هاتاوي سره، چې تر ده اته کاله مشره وه، واده وکړ. دوی د درو اولادونو څښتنان شول.

له واده پنځه کاله وروسته شکسپیر لندن ته لاړ او لومړنی اثر(وینوس او ادانیس) یې وپنځاوه.

د شکسپیر هنري ډلې په لومړیو کې د تیمز سین په ښۍ غاړه کې د ګلوب په نوي تیاتر کې او له ۱۶۰۸ کال څخه وروسته د بللک فرایرز په تیاتر کې د ده تلپاتې ډرامې نندارې ته وړاندې کولې.

شکسپیر د ۱۶۱۶ کال د اپریل په دې ورځ(۲۳) په ۵۲ کلنۍ کې په داسي حال کې له دنیا لاړ چې د خپلو اوچتو کارونو له برکته انګرېزانو خپل ویاړ باله.

دی په هغه ښار کې خارو ته وسپارل شو چې پکې زېږېدلی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *