تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په راتلونکو انتخاباتو کې به د الیکترونیکي تذکرې د رایکارت پر ځای وکارول شي.

د انتخاباتو د خپلواګ کمیسیون ویندوی معاذالله دولتي نن /یکشنبه/ وویل، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې په انتخاباتو کې درغلي ونه شي.

له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغسي وايي چې د رای ورکوونکو لیستونه به د الیکترونیکي تذکرو پر اساس جوړ شي.

دې همداراز وویل چې د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره به د راروان ۱۳۹۷ لمریز کال د حمل له پنځلسمې نوم لیکنه پیل شي.

د مېرمن بادغیسي په وینا د رای ورکوونکو د فهرست د برابرولو لپاره به لږترلږه ۴۰ زره تنه موقتاً وګومارل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي مرسیتیالي په وینا د رای ورکوونکو د لیستونو لپاره تر نوم لیکنې وړاندې به د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل کړي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې کله به د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل شي او که ژر پیل هم شي، دا امکان ډېر لږ ښکاري چې د انتخاباتو لپاره تر ټاکل شوې نېټې پورې دې ټول خلک، په تېره بیا د ولسوالیو او کلیو خلک الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړای شي.

2 thoughts on “په راتلونکو انتخاباتو کې به د رایکارتونو پر ځای له الیکترونیکي تذکرو کار واخیستل شي”
  1. که دا غیرت حکومت وکړ چی بریښنایی تدکری توزیع کړی نو دا به یی ډیره لویه لاسته راوړنه وی ځکه چی د افغانستان داخلی او خارجی دښمنان غواړی چی دا پروسه سبو تاژ کړی

  2. انتخابات پیشرو بر اساس تذکره چاپی موجود می شود چون تاریخ انتخابات نزدیک است و تذکره الکترونیکی تا آن زمان معلوم نیست که توزیع شود. فهرست رأی دهندگان نیز بر اساس تذکره ساده می شود. در این مورد کمیسیون انتخابات اعلامیه و اخبار زیادی به نشر رسانده است.
    http://www.iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/press-ps/882-vr-plan-share-with-government-ps

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *