تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې تاند ته وویل چې په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې به د ولسمشرۍ د یوې لویې فیصدۍ غیررسمي ابتدايي پایلې اعلان کړي.

دې سرچینې، چې نه یې غوشتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل چې دا پایله د هغو رایو ده چې ناپاکې ورڅخه تصفیه شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د لس فیصدو رایو پایلې اعلان کړې خو د کمیسیون پر اعلان اکثرو کاندیدانو په دې خاطر نیوکه وکړه چې په هغو کې پاکې او ناپاکې رایې شاملې وې.

 له اشرف غني او عبدالله پرته د نورو شپږو کاندیدانو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید لومړی جعلي رایې تصفیه کړې وای او بیا یې د انتخاباتو د ۱۰ فیصدو رایو پایله اعلان کړې وه.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې نه یوازې د نورو رایو پایلې به تر چڼلو مخکې نه اعلانوي بلکې د رایو په بله قسمي نتیجه کې به د هغو رایو پایله له څېړلو وروسته په نوې نتیجه کې شامله کړي چې د یکشنبې په ورځ یې اعلان کړې وه او پراساس یې عبدالله عبدالله مخکښ و.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ۵۰۰ محلونو د درغلۍ په اړه یې غور پیل کړی او ژر به په ۴۰۰ نورو محلونو هم کار پیل کړي.

د انتخاباتو د چارواکو په وینا د درغلیو تورونه د کاندیدانو د استازو، خبریالانو او د مدني ټولنې د استازو په مخکې څېړل کېږي څو هیڅ کاندید ته د پلمې او اعتراض ځای پاتې نه شي.

د انتخاباتو کمیسیون وایي، د هغو محلونو د پایلو پاڼې به باطلې اعلان کړي چې ټاپه شوي نه وي او د محل مشر او څارونکو نه وي لاسلیک کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون مسوولانو د سې شنبې په ورځ هغه څلور سوه حفاظتي کڅوړې څارونکو، رسنیو او د نوماندانو استازو ته وښودې چې په غیر معیاري ډول کمیسیون ته لیږل شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي، د هغو محلونو رایې به له سره وشمیرل شي چې په صندوق کې یې له شپږ سوه شپږو څخه زیاتې پاڼې وي او که درغلۍ په کې ثابته شوه نو د ټول محل رایې به باطلې اعلان کړي.
کمیسیون دغه راز د هغه محل رایې باطلوي چې د انتخاباتو په ترڅ کې جوړ شوی وي. همداراز د هغه محل رایې د کمیسیون لپاره د منلو نه دي چې شپږ سوه رایې د دوو کاندیدانو ترمنځ برابرې وېشل شوې وي.

دغه راز د هغه محل رایې به لغوه کېږي چې بې نظمي پکې شوې وي او یا د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي پکې وهل شوي وي. او بالاخره د هغو محلونو رایې باطلې دي چې ساتندویې کڅوړې ونه لري.

چارواکو د ننګرهار، هرات، کندهار او پکتیا د یو شمیر مرکزونو د نتیجو پاڼې وارزولې چې ګڼې یې د څیړلو وړ او یو شمیر یې د جدي نیمګړتیاو او درغلیو له کبله باطلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وایي، تر اوسه ورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په رسمي ډول د ټاکنو په اړه د شویو درغلیو شکایتونه او اسناد نه دي سپارلي .

One thought on “په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو پاکې قسمې پایلې اعلان شي”
  1. خداي ج د وكري،تول به خوشحاله شو.خو دا به يوه معجزه وي جه د تاكنو كميسيون ددومره جرت سشتنان شي او د زورورو به مقابل كي استاده كي وكولاي شي،ويره داده جه دا اشرار جه وطن يي جور اوتالان كر د وطن مادي او معنوي هستي يي به ديره ارزانه به خبلو بادارانو وبرولره سنكه به راضي شي جه اخري نتيجه كه ددوي به زيان وي ويي مني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *