تاند – د تخار د رستاق ولسوالۍ یو شمېر خلکو نن /چهارشنبه/ په خپله ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په نوم د ملېشه ځواک د جوړېدو پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو ویل چې پخواني جګړه مار بیرم قول ضیايي د سیمه ییزو پولیسو په نوم ۵۰۰ کسیز کنډک جوړ کړی او له دوی څخه یې ارام اخیستی دی.

بیرم قول ضیايي بیا د مظاهره چیانو د ادعا په ځواب کې وايي چې د وسله والو طالبانو د حملو او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې د افغانستان د ملي امنیت شورا په امر د سیمه ییزو پولیسو پنځه سوه کسیز ځواک جوړ کړی دی.

ده همداراز ادعا وکړه چې د ده پر ضد مظاهره د مخدرو موادو د قاچاقبرو په لمسه شوې ده.

خو مظاهره چیان وايي چې بیرم قول په تېرو کلونو کې هم له خلکو سره زیاتی کړی او ملېشه ځواک یې د دې پر ځای چې له امنیت سره مرسته وکړي له خلکو یې موجود امنیت هم اخیستی دی.

سیمه ییزو پولیسو، چې خلک یې د پکتیا په تقلید اربکي بولي، په یو شمېر ولایتونو کې، چې قومي جوړښتونه یې نه دي شړېدلي، د طالبانو په مخنیوي کې نتیجه ورکړې خو په نورو کې یې د امنیت د ښه کولو پر ځای بدتره کړی دی.

تخار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې پخوانیو جګړه مارو قومندانانو د خلکو په زرګونو جریبه مځکې غضب کړي او د هغو اوسېدونکي یې شړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *