تاند- د نیویارک په بروکلین سیمه کې یو رستوران پرانستل شوی چې ځانګړي مقررات لري. په دغه رستوران کې څوک حق نه لري چې خبرې وکړي.
د سي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې په ګرین پواینټ رستوران کې مشتریان باید د ډوډۍ خوړلو په مهال خبرې ونه کړي او که چا خبرې وکړې، په درناوي ورته ویل کېږي چې له رستورانه ووځي.
دا نوښت د رستوران مشراشپز نیکولای نیومن کړی دی. نیومن یوه موده په هند کې د بودایانو په معبد کې تېره کړې ده. په معبد کې باید ټول خلک د سهارنۍ په مهال چوپ وي او د خوراک په وخت څوک حق نه لري چې خبرې وکړي.