لومړۍ برخه
توهین او بهتان:
لکه څرنګه چې الله ج انسان ته کرامت ورکړی او هغه یې اشرف المخلوقات پیدا کړی نو همداسي یې په انسان باندي سپکې سپوري ویل، ټوکې کول، بهتان ، تهمت او دروغ ویل هم ناروا ګڼلي دي چې دغه بندیز د انسان د ارزښت او کرامت پر بنسټ رامنځته شوی دی.
راځو لومړی د توهین او سپکاوي پیژندنه کوو:
توهین ( سپکاوی) : توهین عربي کلیمه ده چې په لغت کې سپکاوي، کمزوري کولو او اهانت ته ویل کیږي.
او په سطلاح کې توهین یو شخص ته د داسي یو عمل نسبت ورکول دي چې د هغه شخص د شخصیت د ټیټوالي ، کسر شان، او سپکاوي لامل شي.
یا په بل عبارت : یو شخص ته دداسي عمل نسبت ورکول چې د هغه شخص د شخصیت ، حیثت، او شرافت ضد وي توهین بلل کیږي.
د اسلام په سپیځلي دین کې په یو چا ( یو کس) پسي درواغ ویلو، تهمت او بهتان ویلو په وخت کې ځانګړي امرونه شوي او د کتاب الله په رڼا کې ورته ځانګړې سزاء هم ټاکل شوې ده.
په الهی کتاب قران کریم کې په یو چا پسي درواغ ویلو په هکله داسي سزا ټاکل شوې چې (( که چیرته یو څوک په چا پسي دروغ ووایې او تهمت پرې ولګوي او یا یې توهین وکړي نو حد قذف به چې ۸۰ دورې ده پرې جاري کیږي.))
په ځینو اسلامي کتابونو کې دا هم راغلي چې هغه څوک کوم کس چې په چا باندي تهمت لګوي تر عمر عابده یې شاهدي نه قبلیږي.
بیان کوونکې ته په کار نه ده چې په خپل تقریر او یا تحریر کې د چا په دیني معبور او یا مقدساتو نیوکه وکړي، سپکاوی ورته وکړي او یا کنځل ورته وکړي.
الله ج فرمایې : ( ولا تسبوه الذین یدغون من دون الله )
ترجمه : او کنځل مه کوئ ای مومینانو ! هغو معبودانو ته چې عبادت یې کوي دغه کفار بې له الله څخه.
د پوررته ذکر شوي ایات په تفسیر کې امام قرطبي رح په خپل تفسیر کې داسي ویلي دي.
ژباړه: روا نه ده هیڅ مسلمان ته چې د نصرانیانو صلیبیانو ته کنځل وکړي او یا یې دین ، کلیسا ګانو او یا یې د نورو دیني او مذهبي شعایرو سپکاوی په خپل بیان کې وکړي، ځکه چې داسي ویناوي او بیانونه کول مخالفین ضد ته هڅوي.
توهین او یا ملنډي وهل:
داسي بیان کول په اسلام کې ناروا دی چې په هغه کې په یو چا یا یو ملت باندي په تقریري او تحریري ډول ملنډي وهل شوې وي.
په داسي ډول چې د یو چا د قوم په دیني او عقیدوي کړو وړو او یا د چا په ژوند، لباس، ناسته، ولاړه، خبرو، اترو او داسي نورو پسي ملنډي وهل شوې وي.
ځیني عالمان وایې چې که چیرته یو څوک په انسان پوري وخاندي او یا ملنډي پرې ووهي نو هغه کس په اصل کې په خد��ی ج پسي خندا، ټوکي او تمسخر کوي ځکه چې هغه کس الله پیداکړی او هغه یې خالق دی.
که مونږ او تاسو یې پر ځان فرض کړو چې په خپل لاس یو څه جوړ کړو او یو چاته یې وړاندي کړو ترڅو د ښه والي او بدوالي لپاره پرې نظر ورکړي، اما هغه کس ستا په جوړ کړل شوي شي پوري وخاندي او تمسخر وکړي نو طبعاً چې پرتاسو به بد تاثیر وکړي ځکه چې هغه ستاسو په لاس جوړ کړل شوی څیز دی نه مو لوریږي چې څوک دي پسي وخاندي او په هغه پسي خندا د ځان کمزوري او کمي ګڼئ.
په قران کریم کې دغه ډول بیان ته تمسخر ویل شوی دی او کبیره ګناه شمیر شوی ده ؛ چې د تمسخر په اړه الله ج داسي فرمایلي دي:
( یا ایهاالذین امنوا لا یسخر قوم من قوم عسی عن یکونو خیرا منهم ولا نساء من نساء عسی ان یکن خیرا منهن.)
ترجمه : ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، ټوکې او طنز دي نه کوي هیڅ یو قوم له تاسو څخه پر بل قوم باندي، ځکه ښایې چې وي به دغه مسخره کړل شوي غوره د الله تعلی پر وړاندي له مسخره کوونکو څخه، او نه دي ټوکې او سپکاوی کوي یوه ټولۍ او یوه ډله ښځي له تاسو څخه په نورو ښځو باندي، ځکه ښایې چې په هغه مسخره کړه کړای شوې ښځي به غوره وي د الله تعلی په نزد له مسرخه کوونکو ښځو څخه.
په قران کریم کې د غه ډول بیان ته “قذف” ویل شوی او حکم یې دا دی چې یا به په خپل بیان ( لګول شوي تور او درواغو) باندي څلور شاهدان وړاندي کوي او کنه نو داسي شخص د سزاء مستحق دی چې ۸۰ دورې باید ووهل شي.
گرانو لوستونکو!
د رسنیز ډګر ډیری کسان د ځینو شخصي اغراضو لپاره د یو کس په سپکاوي پسي پایڅې را کاږي او د ژورنالیزم له پاک، مقدس او سپیڅلي مسلک څخه د غچ اخیستلو لپاره کار اخلي چې دغه ډول کړني ټولنه د بدبختي لور ته سوق کوي؛ او د ملي یوالي او قومي جوړښتونو د له منځه وړلو سبب ګرځي.
نو بناً ټول هغه کسان چې د ژورنالیزم په برخه کې مصروف دی، له پلټونکې خبریالي، څیړنیزو راپورونو او د ژورنالیزم په هر برخه کې دي د یو چا له توهین او پر هغه د تهمت لګولو څخه ځان وساتي.
یادونه:نور په بله برخه کې جریان لري…
پکتیکا، ښرنه
محترم لیکوال خانزاده صاحب
تاسې او درنو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې دالۍ کوم.
په خپله لیکنه کې مو دوه ځایه د الله تعالی سپېڅلې وینا را نقل کړېده، خو دواړه واره مو غلطه او په ناسم شکل را نقل کړېده. هیله لرم چې له دې وروسته په خپلو لیکنو کې د الله تعالی وینا په سم او صحیح شکل را ولیږدوئ!
1- الله ج فرمایې : ( ولا تسبوه الذین یدغون من دون الله ) سمه بڼه یې په لاندې توګه ده:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (108) سورة الانعام
2- ( یا ایهاالذین امنوا لا یسخر قوم من قوم عسی عن یکونو خیرا منهم ولا نساء من نساء عسی ان یکن خیرا منهن.) سمه بڼه یې په لاندې توګه ده:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (11) سورة الحجرات