محمد ندیم اندیش

که لومړی موږ داسي فرض کړو چې یو څوک او یا هم یوه ډله زموږ هغو پټو او محرمو اسنادو، تصویرونو او هر هغه څه ته، چې موږ نه غواړو په ټولنه کې له هغه څخه نور وګړي خبر شي، لاسرسی پیدا کړي او یا هم دغه توکې په ټولنه کې له نورو خلکو سره شریک کړي، اجازه به ورکړو؟ نه هیڅکله به دا اجازه ورنکړو، او په وړاندي به یې کلک ودریږو.

په همدې ډول موږ هم باید هر وخت دا په یاد ولرو، چې د ټولنې نور افراد هم نه غواړې له محرمو اسنادو څخه یې نور وګړي خبر شي، نو موږ هم باید د ژورنالیزم سپیڅلې دندې ته په هر حال کې ژمن و اوسیږو او د خلکو ځانګړی(خصوصي) حریم ته پوره پاملرنه وکړو.

په همدې اساس د بیان د ازادي او اطلاعاتو ته لاس رسی هم ځانګړې حدود لري، چې په نظر کې نیول یې د ژورنالیزم د لارویانو لپاره اړين بریښي.

د دې اصل لپاره په بیلا بیلو نړیوالو اسنادو لکه؛ د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه، د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال میثاق او همدا شان په نورو نړیوالو اسنادو کې یادونه شوې او دا ذکر پکي شوی،چې دنورو افرادو په خصوصي حریم کې باید لاسوهنه ونشي، او دا نړیوال ملاتړ د رسنیز ډګر لوبغاړي دې ته متوجه کوي، چې د ټولني د وګړو محرم اسناد باید خوندي وساتل شي؛ چې له مخي یې نشر، خپراوي او یا په چاپي رسنیو کې چاپ یې په کلکه منع کړی.

اصلاً د رسنیو کارکونکي کولای شي، چي د ټولنې له منځه عمومي مسایل او معلومات راټول او نشر کړي؛ ځکه دا د ژورنالیزم دنده ده، او زموږ دنده دا سپارښتنه راته کوي تر څو نوي او تازه معلومات ټول او تر مخاطبانو یې ورسوو،ولي خصوصي حریم ته ننوتل د ژورنالیزم له اصولو څخه خلاف کار دی.

ددې لپاره چې د خصوصي حریم د موضوع تل ته ورو،ورو دننه شو، ښه به دا وي چې په اسلام کې له خصوصي حریم څځه ملاتړ مطالعه کړو.

په اسلام کې له خصوصي حریم څخه ملاتړ:

موږ باید د الله(ج) ډیر شکر ادا کړو، چې موږ یې د مخلوقاتو غوره مخلوق (انسانان) خلق کړي یو او د ادیانو غوره دین چې اسلام ده، پر موږ یې لورولی دی او مسلمانان یې ګرځولي یو، لدې سره، سره د یو خوږ او مهربانه پیغمبر له امت څخه یو.

Speach Freedom, Journalistدا چې د اسلام مبارک دین پټ څه ندي پريښي؛ نو په همدې اساس د خلکو په خصوصي حریم تجاوز یې هم منع ګرځولی دی، او زموږ مبارک دین موږ ته په دې ټینګار او تاکید کوي چې د خلکو خصوصي حریم او پټو چارو کې لاسوهنه ونه کړو.

په قراني ایاتونو، نبوي احادیثو، سنت، اجماع، احکامو او مختلفو معقولو کې د خصوصي حریم د درناوي په باب یادونه شته، په قراني ایاتونو کې د خصوصي حریم اصطلاح نده کاریدلې، خو په اسلامي معقولو کې ورڅخه یادونه شوې،چې کیدای شي همدا د خصوصي حریم په نامه هم استنباط کړو

هغه بحثونه او صطلاحات، چې په قراني ایاتونو او نورو اسلامي روایاتو د خصوصي حریم د بیان، لامل او حکمت د ملاتړ په باب کاریدلکي کولای شو په لاندینیو مواردو کې ومومو.

  • د تجسس او پلټني منع والی.
  • له خپلي خوښي او اجازې پرته د نورو کورونو ته ننوتل.
  • دنورو د لیدو او نورو د اوریدو منع.
  • د سوظن منع.
  • د غیبت منع والی.
  • د فحشا خپراوي منع او د ستر ساتل.

له پورته ذکر شویو مواردو څخه دا جوته معلومیږي چې د خلکو خصوصي حریم په اسلام کې خوندي ده او نورو ته یې د سپړلو اجازه نشته.

زموږ مبارک دین دا نه ایجابوي چې دیوې مسلې په اړه ډیر ژور بحث وشي او هغه بحث د خفګان باعث وګرځي،همدا شان زموږ دین موږ ته دا سپارښتنه کوي چې د نورو کورونو ته بې اجازې ننوتل هم ښه کار ندی ځکه دا هم د خلکو په خٌوصي حریم تیری ده ،

د اسلام دین ټول دې ته متوجه کوي چې خلکو غیبت کول لویه ګناه ده او ټاکلي سزا لري.

دا چې موږ د سولي او امن دین لرو نو دغه مبارک دین د ښه ژوند تیرولو لپاره هیڅ پټ ندي پریښي، که چیرته موږ له پورته ذکر شویو مواردو څخه تیری کوو له یوې خوا خدای(ج) ته مسؤل یو او له بلې خوا زموږ د ټولني امن ته صدمه رسیږي.

د خصوصي حریم پیژندنه:

تعریف: خصوصي حریم (private domain)دانسان شخصي حریم او قلمرو دی، چي د عادت، عرف، نوعیت او شخصیت له مخې نه غواړي نور څوک دهغه په قلمرو کې په یو

ډول نه يو ډول داخل شي او دا یو ډول برید ګڼي.

د یو بل تعریف له مخي؛ خصوصي حریم د ځان او کورنیو د ژوند په چارو کې د نورو بې اجازې لاسوهني په وړاندي له وګړو د ملاتړ د برخمنیدا لپاره د خلکو حق دی، ښایې دغه چاره د مخامخ فزیکي وسایلو له لاري تر سره شي او یا د اطلاعاتو د خپریدا له لاري.

له پورته ‌تعریفونو څخه دا نتیجه اخلو چې خلک نه غواړي محرم اسناد یې خپاره شي، او دا د خلکو مدني حق هم دی.

له اسنادو څخه مطلب تصویرونه هم کیدلای شي، پټي خبري، په یو چا پسې بد رد ویل هم ورته شاملیږي، خصوصي حریم ته سپکاوی له یو چا سره غرضي شخړه هم حسابیږي؛ ځکه دا ډول کار د یو شخص ابرو ختموي.

خصوصي حریم بنسټیز او کلیدي ارزښت دی، او دغه حریم د بشر یو اساسي حق دی، او وګړي هم دا غواړي چې ددوی د ټولو حریم خوندي وساتل شي.

د خبریالۍ اخلاقو اثر لیکوال محمد فولادي وایې ((خصوصي حریم د خلکو بنسټیز حق او منطقي غوښتنه ده،چې خبریال باید ورته بشپړه پاملرنه وکړي)).

د خصوصي حریم ډولونه:

 

  • جسماني خصوصي حریم.
  • د ځای (منزل) خصوصي حریم.
  • اطلاعتي خصوصي حریم.
  • ارتباطي خصوصي حریم.

د خصوصي حریم ځانګړتیاوي:

خصوصي حریم هم هغه وخت د منلو وړ دی، چې د یو لړ معیارونو پر بنسټ معلوم او مشروع وي او د وسایلو او امکاناتو څخه استفاده کیږي.

پدې مانا چې له یوې خوا وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي له حق څخه برخمن دي او له بلي خوا دغه حق د خصوصي حریم د سپکاوي په نوم له خنډ سره مخ دی.

خو موږ باید دا هم په یاد ولرو، چې ټول هغه معلومات او اطلاعات راټولول چې هغه د ټولني د خير لپاره ګټور وي، موږ کولای شو چې هغه ته انعکاس ورکړو.

د خصوصي حریم د پیژندني معیارونه شیر علم امله وال په خپل(د رسنیو حقوق)نومي اثر کې په لاندي توګه بیانوي

۱-د خصوصي حریم نقض شوی ځای او عمومي والی .

۲-د خصوصي حریم عادي والی یا حساس والي موضوع.

۳-له خصوصي حریم څخه د احتمالي اطلاعاتو نقش.

۴-د خصوصي حریم د نقش وسایل او روشونه.

۵-د خصوصي حریم د مدعي ټولنیز موقیعت او موقف.

۶-د خصوصي حریم د نقض په باب خوښي او نا خوښي.

۷-د خصوصي حریم د مدعي او نقض کونکي تر منځ د اړیکو شتون او نه شتون

خصوصي حریم د افغانستان او نړیوالو قوانینو په رڼا کې:

د نړیوالو قوانینو تر حمایت لاندي خصوصي حریم د(ای،سي،سي،پي،ار) د (۱۷)مې مادې له مخي د بشر یو محفوظ حق دی.

دې ته ورته د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه ۲۲ ماده کې د خلکو د خصوصي حریم مصؤنیت تايدوي او داسي لیکي ((هر څوک د ټولني د یوه غړي په توګه حق لري،چې ټولنیز امنیت ولري او د ملي هڅو او نړیوالي همکاري له لارې د هر دولت د سازمان او منابعو سره سم هغه اقتصادي، اجتماعي او کلتوري حقونه تر لاسه کړي، چې دده د حیثیت او شخصیت د آزادي ودي لپاره اړین وي)). د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه ۲۲ ماده .

دهمدې اعلامیې (۱۲) ماده د انسان د شرافت، کورنیو لیکنو او ابرو د محرمیت تر عنوان لاندې د خصوصي حريم ملاتړ کوي.

په برتانیا کې خصوصي حریم د یواځي پریښودلو حق په توګه معرفي شوی ده.

پورته ‌‌ذکر شوي قویودات په واضح ډول د خلکو له خصوصي حریم څخه ملاتړ کوي، همدا شان د دولت په واکونو باني هم محدودیتونه لګوي او پولي ورته ټاکي.

خصوصي حریم په خپل ذات کې د انسان د شخصي ژوند ساتنه ده، د نړیوالو قوانینو له نظره د یو شخص دا حق د بل چا په شخصي ژوند کې د نورو لاسونه نغاړي، او دا سپارښتنه ورته کوي چې لدې څخه خبریدل د نورو حق نه جوړیږي، او سرغړونه یې قانون ته غاړه نه اښودل دي.

د افغانستان اساسي قانون د اتباعو د حقوقو تر سرلیک لاندې د انساني کرامت خوندیتوب او کورني مصؤنیت په اړه د انسان دا حقوق خوندي او حمایه یې کوي.

د افغانستان د اساسي قانون (۴۰) ماده د کورني مصؤنیت په اړه په لاندي توګه بیان کوي .

-ملکیت له تیري څخه خوندي دی

-هیڅوک د ملکیت د تر لاسه کولو او په هغه کې له تصروف کولو څخه نه منع کیږي، مګر د قانون د احکامو په حدودو کې.

-د هیچا ملکیت د قانون د حکم او د با صلاحیته محکمې له پریکړې پرته نه مصادره کیږي.

-د شخص د ملکیت استملاک یواځي د عامه ګټو د تامین په مقصد د مخکیني او عادلانه بدل په ورکولو د قانون له مخي مجاز دی.

د شخص د شتمني پلټنه او اعلان یواځي د قانون په حکم کیدای شي.

اوس دا پوره په اثبات ورسیدله چې نه یواځي دا، چې عام وګړي خصوصي حریم ته نشي دننه کیدلای بلکي دولت هم نشي کولای چې د خلکو په خصوصي حریم تجاوز وکړي مګر د ټاکل شویو شرایطو په پام کې نیولو سره.

اطلاعاتو ته لاسرسی او خصوصي حریم:

دغه دوه بیلا بیلي اصطلاح ګاني دي، چې کله نا کله ددغو مفاهیمو د توپیر لپاره زموږ فکرونه مشوش کیږي، او په ځینو مواردو کې موږ ته دا ذهنیت پیدا کیږي، چې ګواکې دغه دوه اصطلاح ګاني یوه مانا افاده کوي، او یا هم ځیني وخت د خصوصي حریم او طلاعاتو ته د لاسرسي په هکله زموږ په ذهن کې یو او بل ډول سوالونه راپیدا کیږي، نو ددې شک د لري کولو لپاره اړینه ده چې په دغه موضوع ځان پوه کړو.

محمد فولادي په خپل(د خبریالۍ اخلاق)نومي کتاب کې لیکلي دي(د وګړو خصوصي حریم په پام کې نیول او معلوماتو ته په لاسرسي کې د هیوادوالو ازادي، چې دواړه د بشر د حقوقو بنسټیز ارونه ګڼل کیږي یو له بل سره په ټکر کې ندي له همدې امله معلوماتو ته د لاسرسي په توګه معلوماتو ته د ازادۍ په څرګندولو ټینګار کیږي).

چې له مخي يې په حقیقت کې د بیان په ازادۍ کې د وګړو د خصوصي ژوند په اړه مالوماتو راټولولو ته اجازه نشته، له خصوصي حریم څخه مقصد د پیژندل شویو چارو او په تیره بیا د خلکو د شخصي ژوند په اړه د مالوماتو راټولول دي، چې د هغو خپرول د ټولني دټولنیز ژوند په بهیر کوم کوم اغیز نه لري.

اطلاعاتو ته لاسرسی او هغو ته انعکاس ورکول کوم ډول جرم نده او زموږ دنده دا ده، چې د ټولني د خیر لپاره کار وکړو، او هغه څه خپاره کړو چې د ټولني لپاره پکي عمومي ګټي نغښتې وي.

ددې موضوع د لا ښې روښانتیا لپاره اړینه ګڼم چې د خالد احمد لاندي څو کرښي ذکر کړم

((که چیرته د بیان د ازادي او خصوصي حریم ترمنځ د يوې موضوع په هکله کوم اختلاف رامنځ ته شي او یا داسي موضوع نشر شي، چې نشر کیدل یې عمومي تشویش رامنځته کړي؛ نو خپرونکی باید عامه ګټو ته زیاته پاملرنه وکړي)).

پایله:

دا چې خصوصي حریم د ټولو وګړو شخصي حق دی او هیچا ته دا اجازه نشته، چې د نورو افرادو په دغه ځانګړي حریم باندي تیری وکړي، چې دغه فکر درلودل نن سبا له هر عاقل شخص سره مل ده، بل خوا زموږ وجدان هم دا اجازه نه راکوي چې د نورو افرادو په دغه حریم دې خپله او یا بل څوک په تجاوز کې واقع شي.

زموږ مبین دین هم موږ ته تل په دې ټینګار کړی، چې د یو ښه انسان او ښه مسلمان په توګه باید د نورو له خصوصي حریم څخه لري و اوسیږو، په نورو پسې بې موجبه خبري، غیبت او بد رد ویل د کامل مسلمان له صفاتو څخه ندي، همدا راز د نورو کورونو ته بې اجازې ننوتل، د نورو پټي خبري اوریدل او د یو چا په ضد د فحشا خپراوی هم ناروا عمل دی، چې سرغړونکی یې په ګناه مرتکب کیږي.

لنډه دا چې کله موږ ځانونه د الله(ج) بنده ګان، د رسول اکرم(ص) امتیان ګڼو، نو باید اوامرو ته یې هم غاړه کیږدو او له هغه څه نه اجتناب وکړو کوم، چې یې موږ ته دنه کولو امر کړی.

بل خوا موږ تر یوه بیرغ او ځانګړو وضعي قوانینو لاندي ژوند کوو، هغو قوانینو ته وفادار پاته کیدل هم پر موږ لازم دي چې په هغه کې هم د اتباعو شخصي حریم خوندي دی، چې پورته ورباندي په پوره توګه بحث شوی.

ځیني وخت خصوصي حریم اطلاعاتو ته لاسرسی تر پوښتني لاندي راولي، ولي دغه دواړه په واضح ډول جدا مفهوم لري او موږ کولای شو،چې د ټولني د خیر لپاره له هغو پټو حقایو څخه پرده پورته کړو، چې په هغه کې د ټولنې عمومي ګټي خوندي وي، ځکه دغه چاره د لوړپوړو چارواکو جیبونه شکوي او د غریب لپاره د توشې باعث ګرځي.

One thought on “په رسنیو کې خصوصي حریم/ محمد ندیم اندیش”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *