«وایي، پلار دې سپرو مړ کړ که پلیو؟ وایي، زه یې ځنې خلاص کړم، نور یې پلي و سپاره څه کوم»
د افغانستان د ناتمام جنګ او په ځانګړې توګه، د هلمند د بشري ناورین په باب رنګارنګ تبصرې کیږي؛ مختلف عوامل یې بیانیږي؛ څوک دا یو طبیعي بحران بولي او وایي چې دا همداسې کیږي؛ مالومه نه ده چې کوم اړخ به یې وړونکی وی؛ خو په مقابل کې یې یو شمېر څېړونکي کنټرول شوی جنګ بولي چې د یوه منظم پلان له مخې مخته ځي؛ په دې مانا چې د لویو نظامي ځواکونو پلان همداسې دی چې چګړه باید په همدې شکل روانه وي او دا د دوی په اختیار کې ده؛ په ولسي جرګه کې د کندهار استاځي- خالد پښتون- لمر ټلویزیون ته په تودو خبرو کې وویل چې دا د خارجیانو په لاس کې ده چې څنګه جګړه روانه وساتي؛ پر دې اساس، دوی غواړي چې ځینې سیمې په دې خاطر طالبانو ته ور ایله کړي چې ټول تروریستان له غارو څخه راووځي او دوی یې د جنګ په میدان کې له منځه یوسي؛ پښتون استدلال کوي: که خارجیان له طالبانو ټولې سیمې ونیسي نو طالبان به ټول ګاونډیو هیوادو ته ولاړ شي او کله چې دنیا دلته میلیارډونه ډالر مصرف کړي نو ترهګر به وخت ناوخت پر را وځي او ټولې ودانۍ به په ورانیو بدلوي.
اوس دا دهر چا خپل کار دی چې کوم نظر مني، خو واقعیت دا دی چې په دواړو صورتو کې زموږ ګران وطن ورانیږي او محترم وطنوال مو بې عزته و له ژونده محرومیږي.
دا د هغو ملتو حال دی چې خپل سرنوشت یې په خپل اختیار کې نه وي او نه یې په معقوله طریقه د خپلولو تلاښ کوي؛ بس تصادف او د خدای کرم ته انتظار وي؛ وایي، خدای دې یې را جوړه کړي، خو دې ته فکر نه کوي چې په ټول بشري تاریخ کې، د هیڅ ملت دا خدای داسې مفته نه ده ور جوړه کړي او خدایتعالی هم ویلي؛ تر هغه چې کوم څوک په خپل ځان کې خپله بدلون را نه ولي نو زه بدلون نه پکښې راولم.
د همدې واقعیت و حقیقت په پوهېدو سره، پر خپلو ټولو بحران ځپلو هیوادوالو، خصوصاً ډېرو ځورېدلو هلمندوالو ږغ کوو چې نور نو بس ده؛ نور نو مسلسلو بې مانا جنګونو، نه عزت را پرېښی دی، نه یې د ژوند کومه رنګینې را پرېښې ده او نه یې هم د انساني تصور احساس را پزیښی دی.
هغه په اصطلاح مشران، مخور، زورور او شملور، چې خپلې ګټې یوازې و یوازې په همدې ذلت و رذالت کې لټوي نو دا د هغوی کار دی؛ موږ خو نه شو کولای چې د ځوان شعوري نسل په صفت، په پټو سترګو لکه پسونه په هغوی پسې ځغاستې ووهو او د یو څه خاورو- ایرو په تمه د هغوی د وطن- ضد ناروا معاملو قرباني شو.
راځئ چې نور ځوان شعوري اقشار (مدني فعالان، فرهنګیان، ژورنالیستان، د اتحادیو مسؤلین او سیاستوال) سره یو لاس او د خپلو هوښیارو و زړسواندو مشرانو د انساني تجربو په رڼا کې، په یوه فکري سیسټم کې، پر یوه مستقیم صف سره منسجم شو؛ که دا بریالیتوب مو خپل کړ نو پوه شئ چئ ټول هیواد مو د روانې بربادۍ له لېوني باده وژغورل شو او د ځان، خپلې کورنۍ، خپل ولایت او خپل ملت په وړاندې مو خپل ملي، انساني او وجداني مسؤلیت اداء کړ! دا کار بېخې ممکن دی؛ مازې یوه نرۍ اراده او لږ عقلانیت غواړي چې شکر دی له هغه هم برخمن یو، یوازې حرکت په کار دی.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۶ مه / پرلپسي ۹۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۲۱/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *