د روزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
په روزګان ولایت کې د ماین چاودنې له امله د ملي پیوستون د پروګرام درې تنه کارکوونکي ووژل شول.
پیښه پرون ماسپښین د دهراود ولسوالۍ په دهزک سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ملي پیوستون پروګرام د سیمه اییزې شورا منشي علي محمد او دوه تنه بنایان د استنادي دیوال په جوړولو بوخت وو چې د کار په سیمه کې پرې د سولې او ثبات د دښمنانو له لوري ځای پرځای شوی ماین وچاودید چې له امله یې د سیمه اییزې کلیوالي شورا منشي علي محمد او دوه تنه نور بنایان په شهادت ورسیدل.
دا لومړی ځل ندی چې دسولې او ثبات دښمنان بې ګناه ملکي وګړي د خپلو بریدونو او بمي چاودنو هدف ګرځوي بلکې تردې وړاندې هم ډیری خلک ددوی د بریدونو او بمي چاودنو له کبله په شهادت رسیدلي دي.
د ملي پیوستون پروګرام د کلیو او پراختیا وزارت له لوري هغه پروګرام دی چې دخلکو رغنیزې اړتیاوې په ګوته او د همدې سیمې له خلکو سره بیا مرسته کوي ترڅو د کلیوالي شوراګانو له لورې خپلې رغنیزې پروژې پلې کړي.
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند