تاند- د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د عامي روغتیا ریاست او نورو مسؤولانو یو شمیر شخصي روغتونونه، روغتیائي کلینیکونه او درملتونونه وتړل او د هغوی لړحې یې ښکته کړې.

د روزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب د دې اقدام د علت په اړه تاند ته وویل چې د تړل شویو روغتیايي مرکزونو مالکانو له قانوني جوازه پرته فعالیت دکاوه.

د ده په وینا د دغو روغتیايي مرکزونو لیکدړي ښکته شوي او دروازې به یې تر نامالومه وخته پوري بندې وي.

ښاغلي نایاب دا هم وویل چې د دغو روغتیائي مرکزونو مالکان به ژر څارنوالۍ ته وپیژندل شي ځکه چې دوی د خلکو له ژوند سره لوبې کړي او باید د روزګاني وګړو له ژوند سره د ناسم چلند ځواب ووايي.

1د روزګان د والي ویندوی همداراز وویل چې د ناقانونه روغتیايي مرکزونو پر وړاندي د عامې روغتیا ریاست مبارزه به په مرکز ترینکوټ کې دوام لري او ډیر ژر به دغه لړۍ ولسوالیو ته وغزیږي څو د عامو خلکو روغتیائي وضعیت ته پوره پاملرنه شوي وي.

ویل کېږي چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې یو شمېر هغو کسانو چې د لومړنیو روغتیايي خدماتو کورسونه ویلي، کتنځایونه جوړ کړي او ځانونه یې ډاکتران معرفي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *