د اروزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

د اروزګان ولایت په ترینکوټ ښار دننه کې د پنځه میلونه افغانیو په لګښت د پیاده روونو او چریو د جوړیدو چارې پیل شوې.

د کار د پرانستنې په مراسمو کې د اروزګان ولایت مرستیال انجینر شیرپادشاه ارګوني وویل چې په دغه پروژه کې چې چارې یې همدا اوس پیل شوې ۹۰۰  نهه سوه متره پاده رو او ۸۵۰ آته سوه پنځوس متره د سړک  د دواړو غاړو چرۍ شاملې دي چې د اروزګان ولایت د ښاروالۍ ترڅارنې لاندې د رامپاپ مؤسسې له لورې جوړیږي.

د اروزګان ولایت ښاروال انجینرنجیب الرحمن وویل چې د یادې پروژې لګښت پنځه میلونه افغانۍ دی چې لګښت یې د استرالیا هیواد لخوا ورکول کیږي،نوموړي زیاته کړه دوی د ښار د پراختیا او بیا رغونې لپاره منظم پلان له ځانه سره لري چې په پلي کیدو سره به یې د ښار په حالت کې ډیر مثبت تغییررامنځ ته شي.

ده دغه راز وویل چې اوسمهال په ښار د ننه کې د یو شمیر سړکونو او کوڅو د پخولو چارې لاهم روانې دي.

ښاروال د ترینکوټ په اوسیدونکو غږ وکړ ترڅو له دوی سره د ښار د پاکوالي په برخه کې له دوی سره پوره مرسته وکړي او په دې اړوند خپله اسلامي وجیبه اداکړي.

د یادونې وړ ده چې  له څه باندې یو کال راپدیخوا په ترینکوټ ښار کې د ۲۴ کیلو متر قیر سړک او یو شمیر پروژو په پلې کیدو سره له رغنیز اړخه ډیر بدلون رامنځ ته او دخلکو د ژوندانه په اقتصادي حالت یې مثبته اغیزه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *