تاند- ساینس پوهان وايي هغه ټوټه چې لامبووهونکو له موندلو وروسته نن له اوبو راوایسته د اسماني ډبرې ټوټه ده چې د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې په چليا بینسک (Chelyabinsk) سیمه کې غورځېدلې وه.
دا ټوټه د ارال د چیباکول د جهیل له تله راوایستل شوه.
چیلیابینسک سیمه د مسکو د ختیځ په یو نیم زر کیلومترۍ کې ده.
دا ټوټه په جهیل کې دیارلس متره تر اوبو لاندې موندل شوې. لامبو وهونکو هغه د جهیل غاړې ته راپورته کړه څو اندازه یې معلومه کړي.
سره له دې چې دا ډبره زیاته ماته شوې خو بیا یې هم وزن ۵۷۰ کیلوګرامو ته رسېږي.
باور کېږي چې دا به د اسماني ډبرو تر ټولو لویه ټوټه وي چې تراوسه پوري موندل شوې ده.
د سږکال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې په جنوب کې د چلیابینسک پر سیمه د دې ډبرې، چې وزن یې یوولس زره ټنه اټکل شوی، د لوېدو په نتیجه کې ۱۶۰۰ تنه ژوبل شول او ګومان کېږي چې درې ملیون ډالره زیان یې واړاوه.
اکثره خلک د شیشو په ټوټو ټپیان شوي وو. دا اسماني ډبره، چې وړې ټوټې هم ورسره وې، د اورال د غرونو په ختیځه څنډه کې د سیمې پر یوه کم نفوسه برخه لګېدلې وه.
تر دې مخکې تر ټولو لویه موندل شوې اسماني ډبره ۱۱ کیلوګرامه وه.
روسان خو پر الله رب العزت عقید نلری نو دوی چه پکشی وایی چی دا چنگه راولویده