تاند- د روسیې په سایبریا کې له یوې الوتکې څخه د الوت په مهال څو ټنه سره او سپینزر ولوېدل.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د سایبریا د یاکوڅک له هوايي ډګره الوتکه تازه پورته شوه چې د سرو او سپینزرو د خښتو باران ورڅخه پیل شو.

د سرو زرو او سپینزرو خښتې د هوايي ډګر پر الوتلار (رنوې) او شاوخوا کې یې توی شوې.

ویل شوي چې د الوتکې د بار په برخه کې سوری و او له هغه څخه نژدې ۲۰۰ د سپینو او سرو زرو خښتې لوېدلې دي.

د هرې خښتې وزن شاوخوا ۲۰ کیلو ښودل شوی دی.

وروسته خښتې ټولې او هغه کاناډايي شرکت یا کمپنۍ ته وسپارل شوې چې په سایبریا کې یې د سرو زرو او سپینزرو کانونه په ټېکه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *