راپور: عصمت بهیر
دا ځل په روشنګرۍ کې د څېړنوال عبدالغفور لېوال پر نوي کتاب (افغانستان او انسان محوره سیاست) مخکتنه وشوه.
غواړم د دې مخکتنې جریان ستاسو سره شریک کړم:
محمدیار
موږ په داسې یوه وطن کې د افغانستان او انسان محوره سیاست د کتاب مخکتنه کوو چې د بده بخته تر هر څه پکې ډېر د انسان ژوند بې ارزښته دی. په هر بهانه یې وینه تویېږي. هره ورځ قرباني کيږي، په داسې یوه بده بخته ټولنه کې د استاد عبدالغفور لېوال غوندې عالم، حساس او انسان دوسته انسانانو اوسېدل بیا یو ارزښت دی او د دې بدبختۍ څخه د راوتلو لپاره علمي او عملي طرحه وړاندې کول واقعاً د افتخار ځای دی.
ښاغلي لیوال او د ودان افغانستان ګوند د پکتیا ولایتي کومېټې او ټولو هیوادوالو ته د دې کتاب د چاپېدو مبارکي، د لوست بلنه او عملي کولو توفیق غواړم.
څلورلسیزې پر له پسې جنګ موږ په وینه بهولو، انسان وژلو او د ځمکې په غصبولو معتاد کړي یو، زموږ ملي تربیه یې خرابه کړې ده، زما په نظر له همدې بدبختۍ څخه د راوتلو علمي او عملي نسخه افغانستان او انسان محوره سیاست کتاب دی.
عصمت بهیر د ودان افغانستان ګوند د پکتیا د ولایتي کومېټې لاندې پیام ولوست:
ودان افغانستان ګوند پکتیا ولایتي کمیټه ویاړي چې د خپلو فرهنګي او خپرنیزو هڅو په لړ کې د ودان افغانستان ګوند د ودانۍ د فکر پنځوونکي سیاست پوه او ادیب استاد عبدالغفور لیوال کتاب (افغانستان او انسان محوره سیاست) چاپوي. د ښاغلي لیوال دا کتاب د افغانستان د ودانۍ او ځان بسیاینې پر لور د تاریکۍ په دې زمانې مقطع کې څراغونه لري. څرنګه چې ودان افغانستان ګوند باور لري ترڅو چې افغانستان له احتیاجه خلاص نه شي، هیڅ ستونزه مو حلیدونکي نه ده او تر څو چې ټولنه نیکمرغه نه شي، فرد هوسا کیدلای نه شي. ښاغلی لیوال د دې ستونزې د حل لپاره د یو ماهر لیکوال په توګه خپلو هیوادوالو ته غږ کوي چې د اقتصادي خپلواکۍ لپاره اراده وکړي او اقتصادي خپلواکي د خپل هیواد له اقتصادي سرچینو ګټې اخیستو ته وايي او له نیکه مرغه افغانستان دا سرچینې پریمانه لري خو یوازې د کارولو په چل مو ځان نه دی خبر کړی. د استاد دا کتاب د خپلو اقتصادي سرچینو د کارولو یوه غوره نسخه ده. د ودان فغانستان ګوند پکتیا ولایتي کمیټه د دې کتاب مبارکي ټولو هیوادوالو ته وايی او له ځوان نسل غواړي چې دا کتاب ولولي او بیا یې بل هیوادوال ته د لوستلو لپاره ورکړي .کمیټه اراده لري چې د دې کتاب چاپ زمونږ د هڅو نه لومړنۍ او نه اخرنۍ ده، دا لړۍ به لا پسې غځیږي.
د د ودان افغانستان په هیله!
د ودان افغانستان ګوند د پکتیا ولایتي کومېټه.
ګل بلوچ:
زه کتابخانو ته ډېر ځم، د ډیرو کتابونه عناوین او محتوا د انسان د تباهۍ، وژنې او جنګ ته تشویق لپاره تبلیغ کوي خو د (افغانستان او انسان محوره سیاست) کتاب یوه ښیګڼه دا ده چې د افغان انسان د ژوند ژغورنې په باره کې بحث کوي.
انسان محوره سیاست په مذهبي ټولنو کې د ټکر سره مخ کيږي. مثلاً د ایران او سعودي عربستان مثال ورکولای شو، په ایران کې حکومت د شیعه ګانو په لاس کې دی، د سنیانو حقوق تر پښو لاندې دي، همداسې په عربستان کې حکومت د سني مذهبو دی او شیعه ګان ځپل شوي دي. اوس نو په داسې ټولنو کې انسان محوره سیاست نه پلی کيږي ځکه انسان محوره سیاست د ټولو مساوات غواړي.
ډاکتر محب زغم:
په افغاني ټولنه کې د سیاست په باره کې بحث ډېر مهم دی ځکه زموږ په ټولنه کې مختلفو ډلو د سیاست نوم بد کړی دی او خلک په آسانه سیاست ته زړه نه ښه کوي.
زه استاد لېوال ته وړاندېز کوم چې تر همدې عنوان لاندې دې بل کتاب ولیکي ځکه دا کتاب د مقالو مجموعه ده. عنوان ته په کتو سره لوستونکی تمه لري چې لومړي باید سیاست ور پېژندل شوای وای، بیا انسان محوره سیاست د مثالو سره یو ځای تشریح شوی وای.
استاد امان الله هوسا:
کله چې لوستونکي ته د کتاب د لیکوال شخصیت د منلو وړ وو بیا نو کتاب ښه مطالعه کولای او ډېر څه ځنې زده کولای شي.
استاد لېوال په (افغانستان او انسان محوره سیاست) کې موږ فکر کولو ته مجبور کړي یو، زما برداشت دا دی که د یوه هیواد خلک د فکر څخه کار و نه اخلي، د نورو هیوادو خلک به د دوی د فکر او ظرفیت څخه په خپله ګټه کار واخلي.
د کتاب څخه مې دا مطلب واخیستی چې افغانان باید له خپلو مغزو څخه کار واخلي او د خپل هیواد د اب و هوا، د خپلې جغرافېې، تاریخ او ارزښتو په پام کې نیولو سره د روان بحران څخه د راوتللو لپاره علمي او عملي نسخه جوړه او عملي کړي.
عزت الله پېژاند:
په کتاب کې د اقتصادي خپلواکۍ په مورد راغلي چې له الف څخه تر یا پورې باید هر څه په خپل هیواد کې تولید کړو، زما په نظر په نننۍ نړۍ کې هیڅکله داسې نه شي کېدای ځکه که موږ غواړو خپل تولید ولرو باید د نورو هیوادو سره همږغي ولرو، د هغوی اړتیاوې په نظر کې ونیسو او په ګډه سره ځینې تولیدات بازار ته وړاندې کړو.
ډاکتر نعیم افضلي
زه استاد لېوال او د روشنګرۍ ګډونوالو ته دا وړاندېزونه لرم:
۱- (افغانستان او انسان محوره انسان) کتاب دې په دري و ژباړل شي.
۲- ځوانانو ته د ملي فکر ورکولو لپاره دې هڅه وشي.
۳- په افغاني فرهنګ کې دې هغه مشترک ټکي را پیدا شي چې د قومونو تر منځ د یووالي سبب کيږي.
استاد عبدالغفور لېوال:
غواړم خپلې خبرې د مولانا بزرګ په شعر شروع کړم چې د کتاب ټوله محتوا هم پر همدې شعر را ګرځې او زما په فکر د رنسانس یا بیا بېدارۍ اول بڅرکی همدا شعر دی.
باران که شدی مپرس، این خانه کیست
سقف حرم و مسجد و میخانه یکیست
باران که شدی، پیاله ها را نشمار
جام و قدح و کاسه و پیمانه یکیست
باران! تو که از پیش خدا می آیی
توضیح بده عاقل و فرزانه یکیست…
بر درگه او چونکه بیفتند به خاک
شیر و شتر و پلنگ و پروانه یکیست
با سوره ی دل، اگر خدا را خواندی
حمد و فلق و نعره ی مستانه یکیست
این بی خردان، خویش، خدا می دانند
اینجا سند و قصه و افسانه یکیست
از قدرت حق، هر چه گرفتند به کار
در خلقت حق، رستم و موریانه یکیست
گر درک کنی خودت خدا را بینی
درکش نکنی، کعبه و بتخانه یکیست
د ډاکتر صاحب زغم وړاندېز بېخې پر ځای دی.
په افغانستان کې ټول ارزښتونهشته اما انسان محوره ارزښتونه نشته په تېره بیا په سیاست کې، یوه خبره باید دلته روښانه کړم چې په دې کتاب کې خبره پر انسانیت یا هومانیزم نه ده بلکې پر انساني سیاست ده.
د کتاب هدف دا دی چې په ځانو کې توانایي پیدا کړو چې انساني ژوند له پرون څخه نن او له نن څخه سبا ته ښه کړو.
د بلوڅ په جواب کې وايم چې ارزښت او دودنه فرق کوي، د خلکو ټول دودنه سم نه وي، نه ښايي د ټولو احترام وشي. میلمه پالنه ښه دود دی، باید احترام یې وشي خو په بدو کې د نجونو ور کول بد دود دی، په له منځه وړلو کې یې باید کوښښ وشي او بل د ارزښت معیار دا دی چې خلکو ته یې خیر ورسيږي، نه دا چې شر.
بل ستا د دې پوښتنې په جواب کې، چې انسان محوره سیاستونه په مذهبي ټولنو کې د ستونزو سره مخ کيږي، زما په اند انسان محوره سیاست هیڅکله د دین د نفې کولو په مانا نه دی بلکې د انسان محوره سیاست هدف دا دی چې د دین څخه دې ناوړه سیاسي استفاده نه کيږي.
د پېژاند صاحب خبره صحي ده، چې اقتصادي خپلواکي په یوه هیواد کې په یوازې ځان نشي را منځته کيدای، د ودان افغانستان ګوند د سراسري اقتصاد منطق دا نه دی چې د مرچ او مالګې څخه نیولې، ټول شیان دې په کور دننه تولید شي بلکې د سراسري اقتصاد مفهوم دا دی چې له نورو هیوادو سره د وارداتو او صادراتو توازن باید رامنځته شي.
ډاکتر صاحب نعیم ستاسو وړاندیزونه ټول پر ځای دي او د ملي فکر د رامنځته کېدو لپاره به ټول په ګډه کار کوو.
زما وروستی خبره دا ده چې د (افغانستان او انسان محوره سیاست) کتاب هدف دا دی چې د ټولو ښېګڼو او هڅو په محراق کې افغان انسان راشي.
له دې سره سم روشنګرۍ پای ته ورسیده.
هېره دې نه وي چې د روشنګرۍ لکچرونه د تېرو څلورو کالو راهیسې هره پنجشنبه جوړېږي.