د کتاب پلورنځي مخې ته سودا په لاس ولاړ وم. یو تنکی ځوان راغی او په فارسي ژبه یې راته وویل: “پلاستیک می گیری؟” خو پښتون و. زړه نا زړه وم چې وې پېرم ترې کنه.

پلاستیک یې راته خلاص ونیو ما هم خپله سودا پکې واچوله او لس روپۍ مې ورکړې.

شونډې یې وچې او د بازار په ګَرد لړلې وې. ترې مې وپوښتل: “روژه یې؟” وې ویل: “هو”.

ما ورسره ټوکه وکړه چې روژه نه یې. نو سمدلاسه یې دېخوا اخوا وکتل او د پیرکیو (بولانیو) په کراچۍ سترګې ولګېدلې.

راته یې وویل که هغه پیرکی هم راته واخلي، زه یې نخورم ځکه روژه یم.

عمر یې د رژوې نېولو نه و.

ښایي کورنۍ یې په کور کې د خوراک او څښاک د نشتون له امله اړ کړی وي، چې روژه ونیسي.

هغه لس روپۍ یې په جیب کې واچولې، روان شو.

شا شا ته یې راکتل.

زړه نا زړه بیاځلې راغی او څنګ ته مې نېږدې ودرېد.

په ټیټ غږ یې راته وویل: “د پنځم ټولګي یو پښتو کتاب مې پکار دی، راته یې اخلې؟”

هم ودردېدلم او هم وویاړېدم، چې په دې غریبۍ او نادارۍ کې بیا هم د کتاب او لوست غم ورسره شته دی.

په ۶۰ افغانۍ مې ورته کتاب واخېست. داسې خوښ شو لکه له اختر چې پې وي.

پلاسټیکي کڅوړې یې تر څنګل ونېولې، د کتاب پاڼې یې اړولې او پرته له مننې کولو روان شو…

زاهد صدیقي

۲۴/۰۲/۱۳۹۸

کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *