که څه هم افغان حکومت تر دې مخکې څو ځله هوډ کړی وو چې سوالګري به بندوي او سوالګر به ټولوي او دوی ته به د کار لارې چارې برابروي، ترڅو د خلکو ترمنځ دا سوالګري په دود بدله نه شي، خو هر ځل په دې هوډ کې پاتې راغلي دي او لاهم معلومه نه ده چې د ملي یووالي حکومت د دې سوالګرو د ټولولو لپاره کوم اساسي پلان لري او که یه؟

د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې د ۱۳۹۵ کال سروې له مخې چې اوس خپره شوې راغلي چې د افغانستان د نفوس ۲۴ سلنه چې نږدې ۷.۲ میلیونه خلک جوړوي بیکاره دي او د دې ترڅنګ نږدې ۵۰ سلنه خلک چې ۱۶ میلیونه جوړوي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

که چیرې شمېرنې په دې ډول دوام پیدا کړي او ورځ تر بلې بیکاري ډیره او فقر زیات شي، ښایې په راتلونکو کلونو کې افغانستان له داسې یو مرموز کړکیچ سره مخ شي چې نه حکومت او نه هم خلک وکولای شي د دې بحران مخه ونیسي. نو دې شمېرو په کتو ډیرۍ خلک باید سوالګري او ګدایي ته مخه کړي چې بیا د بیوزلۍ له منځه وړل به کلونو کلونو ته اړتیا ولري.

دې حقیقت ته په پام سره، چې افغانستان په تېر یوه کال کې کې له زیاتو پېښو سره مخامخ شو او ډېرې لوړې او ژورې ېې تجربه کړې، کله چاودنه، کله ځانمرګی، کله د وسله والو مخالفینو وسله وال بریدونه او کله نا کله هم د ځینو ولسوالیو سقوط او بیا بېرته نیونه چې دا په خپله نیغ په نیغ د اقتصادي ځوړ لپاره لارې چارې برابروي. نو دغو ستونزو ته په کتو اوس د فقر او بیوزلۍ د بې ساري زیاتوالي تمه هم کېږي. د فقر لوړه کچه د اقتصادي فعالیتونوله کمښت، د نفوس د زیاتوالي او د امنیتي وضعیت له خرابېدلو سره مستقیمه اړیکه لري. له بلې خوا د داسې یوې ټولنې جورښټ، چې اقتصادي بنسټونه ېې د اوږد مهاله جګړې او کړکیچ له امله ویجاړ شوې وي او بشري ځواک او معیشتي برخې ېې د ټیکاو او امنیت د نه شتون له امله خورا زیانمنې شوې وي، پرته له کوم شک څخه، د فقر ټغر هم پکښې ډیر پراخ پاتې کېږي او د یوې ځانګړې د مخنیوي پالیسۍ په نشتوالي سره به دا کړکیچ نور هم پراخ شي.

افغان دولت باید په راتلونکې کې په سوالګرۍ او خير غوښتونکو بنديز ولګوي او هغه سوالګر چې اوس په کابل ښار او نورو ښارونو کې سوال کوي راټول او د امریکا متحده ایالتونو په مرسته ورته د کار لارې چارې برابرې کړي .

په دغه ښار کې هره ورځ زرګونه کسان د واټونو پر سر خير غواړي او ځيني يې لارويان تر هغې پورې له لمنو ټينگ نيسي چې پيسې يې ترې نه وي اخيستې او ځینې یې له سپين ګېرو او سپین سرو ښځو سره لاس او ګریوان وي.

په افغانستان کې په تېره بيا په پلازمېنه کابل کې د سوالګرو زياتوالى هغه ستونزه ده چې چارواکو يې د هواري لپاره څو ځلې هوډ کړى، خو بريالي شوي نه دي .د دغو سوالګرو ډېره برخه ميرمنې او ماشومان او آن غښتلي ځوانان جوړوي چې په لارو سړکونو کې ان د شپې تر ناوخته په سوالګرۍ بوخت وي . د دغو سوالگرو په منځ کې د هغو معلولو کسانو شمېر هم لږ نه دى چې د جگړو په ترڅ کې معلول شوي . دغو سوالګرو ترمنځ د پردیو استخباراتو جاسوسان، سړي تښتوونکي، جنایت کاران، د جنسي اړیکو ټینګوونکي او داسې نور مافیا هم نفوذ کړی دی چې د مخنیوي لپاره یې باید ژر ترژره اقدام وشي.

يو تن سوالګر راته وويل چې وزګارتيا او اقتصادي بد حالت هغه دې ته اړ ايستى چې د خير لپاره نورو ته لاس وغځوي .دغه سوالګر وایې کله چې زده کړې هم ولرې دنده درته نه پیدا کېږي، ځکه زما یو خپلوان دی هغه له پوهنتون څخه فارغ شو، بیا دنده پیدا نه کړه او بیا یې ملي امنیتي ځواکونو ته ولاړ او هلې دنده ترسره کوله چې له یو کال وروسته بیا ټپي شو او د ټپي کیدو له امله یې خپله پښه او سترګې له لاسه ورکړې او اوس هغه هم د کابل په بېلابېلوسیموکې سوال کوي.

دی وایې که چېرې حکومت راته کار پيدا کړي نو موږ به هم سوالګري بنده کړو، خو اوس له مجبوريته سوال کوو او له دغې لارې ځان او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کوو.

د حضرت علي کرم الله وجهه وینا : “بېوزلتیا د واکمنانو د غلا زېږنده ده. او بل ځای وایي چې بېوزلتیا د دین او عقل د نقصان باعث کرځی. فقر او بېوزلتیا ذلت ته لار پرانیزي، د انسان (آبرو) تویوي، د انسان عزت نفس او کرامت ته زیان اړوي، اداري او اخلاقي فساد خپروي، عقیده کمزورې کوي او انسانان له سلګونو ستونزو سره لاس او ګریوان کوي.”

په داسې حال کې د سوالګرو د زیاتوالي خبرې کېږي چې د ملي یووالي حکومت د ټاپې پروژې د چارو د پيل خبر ورکړی او د دې ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو د بندونو د جوړیدو او د کرنیزو ځمکو د خړوبیدو چارې پيل کړي، خو که د جکړې مخه ونه نیول شي او نا امنۍ مخه ډب نشي سوالګري او بیوزلي به نوره هم زیاته او خلک به د بې وزلۍ له امله ډله ایزې کډوالۍ ته اړ شي.

حمیدالله فیضي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *