که له يوې خوا د اوړي د موسم ورځې اوږدې وي، ورسره په دې اوږدو ورځو کې د روژې نيول هم آسانه کار نه وي. په تېره بيا په ګرمو سيمو کې د لوږې په پرتله تنده ډېره سخته وي. ښايي د ۱۶ ساعتونو لوږه تاسو وارخطا نه کړي، خو کېدی شي ځينې مهال د ډېرې تندې له لاسه خپل حواس وبايلئ او د ډېرې نارامۍ احساس وکړئ.
لاندنيو ځينې ټکو ته پام ممکن د روژې په مياشت کې ستاسو تنده راکمه کړي:
1. په پېشلمي (چرګبانګ) کې شړومبې/ مستې وکاروئ!
که شونی وي، په چرګ بانګ کې شړومبې يا مستې وکاروئ. که په پېشلمي کې د ډوډۍ پر مهال دا خواړه وکاروئ، د ورځې په اوږدو کې به مو تنده راکمه وي.
2. د ورځې په اوږدو کې په سړو اوبو لامبل هم ګټه کوي.
کله چې هوا ډېره ګرمه وي، تاسو په يخو اوبو ولامبئ. په يخو اوبو لامبل له يوې خوا تنده راکموي او له بلې خوا د ستړيا او ناآرامۍ په راکمولو کې ډېره مرسته کوي. وجود آراموي او د بدن د يخوالي لامل ګرځي. له يخو اوبو سره لامبل د وجود پوستکي ته نږدې رګونه غونجوي او پايله کې د بدن په داخلي سېستم کې د وينې جريان ډېريږي؛ چې دا کار د تندې احساس راکموي.
3. د امکان تر بريده له لمر او تودوخې څخه ځان وژغورئ!
لمر او تودوخه د انسان د بدن اوبه تبخيروي (الوزوي). نو تر خپلې وسې له دوی څخه ځان وساتئ چې تږي نه شئ.
4. په چرګبانګ کې له تېزو او مسالهلرونکو خوړو څخه پرهېز شئ. دا ډول خواړه د معدې تېزاب ډېروي او تنده زېږوي.
5. په چرګبانګ کې له ډېرې مالګې څخه هم پناه وغواړئ. که مو په خوړو کې ډېره مالګه وکاروله، کار مو خپل دی.
6. ځينې خلک هڅه کوي چې په پېشلمي کې ډېر چای وڅښي. خو پام مو وي چې کافين لرونکي مشـروبات لکه چای، کافي او نور د تندې د راکمولو پر ځای، تنده نوره هم ډېروي.