یوه ورځ د اوداسه دپاره دزیارت چينې ته ننوتلم ؛ماښام ناوخته وو د تلیفون څراغ مي ولګاوه، د اوبو په منځ کې د ماهیانو ارامښت دهغو دخوب په څېر راته ښکاره شو.
نو وار د واره مي د خلکو خبرې مخته جګې ودرېدي چی هر څوک وایې اوبه دخوب ضد دي، غم دخوشحالې ضد ده، شپه د ورځې ضد ده، تور دسپین ضد ده.
که چېري همداسي وي نو بیا څنګه ماهيان په اوبو کې خوب کولای شي، ځکه چی اوبه خو دخوب ضد دي،غم که چېري د خوشحالي ضد وي ،نو غم که نه وي خوشحالي به څنګه وپېژنو داخو دغم برکت ده چي خوشحالي زموږ تر پام ښه راولې ،او که چيري شپه دورځ ضد وي نوهمدا شپه ده چې دشپې له وجې موږ ورځ پېژنو او همدا شپه ده چې موږ د ورځي (سبا) لپاره په شپه کي په يو کار غور کوو او پلان نیسو، که همېشه ورځ وي ایا د شپې په څېر به څه موجود وي نو همدا ورځ ده چې موږ ته شپه راپېژني، او دا غم دی چې موږ ته خوشحالې رابیژني.
که چېري انسان هم همدا شان عمل وکړي، او هیڅ شی دبل شي ضد ونه بولي کینه اوحسد دخپل ځان(زړه) نه لري کړي نو هیڅوک هم له ده سره کينه نه کوي، که چېري یو انسان د خپل ځان لپاره ضد ونه بولي نو یقېنی خبره ده نور انسانان هم له ده سره ښه رویه کوي، که چېرته موږ دخپل ځان لپاره خپله ضد جوړ نکړو نو هیڅوک (هیڅ)شی زموږ ضد نشي کېدای