تاند- د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو د ترور او وژنو په دوام ګې د سې شنبې په ورځ د عوامي نشنل ګوند یو مشر په پېښور کې ووژل شو.
انوارالحق د پېښور ښار په کواټۍ کې د ناپېژندویو وسله والو له لوري ووژل شو او حمله کوونکي هم له معمول سره سم د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د عوامي نشنل ګوند دا مشر په داسي حال کې وژل کېږي چې دا ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن نه دی او نور د دې صوبې ټولې چارې له پنجاب څخه اداره کېږي.
تراوسه پوري هیچا د انوارالحق د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خو تر دې مخکې د عوامي نشنل ګوند د سلګونو پلویانو او مشرانو د وژلو مسوولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی.
تېره میاشت هم د دغه ګوند یو صوبايي مشر محمد افضل خان په بونیر کې ووژل شو.